لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايي ، د ټول ملک نه به ترهگري ختموؤ


وزيراعظم د ضرب عضب اپرېشن نتيجې گټوروې وبللې او زياته يې کړه چې د ضرب عضب د لاس ته راوړنو په غبرگون کې ترهگر کاروايانې کوي خو دا د هغويې اخرني گوزار دي .
وزيراعظم د ضرب عضب اپرېشن نتيجې گټوروې وبللې او زياته يې کړه چې د ضرب عضب د لاس ته راوړنو په غبرگون کې ترهگر کاروايانې کوي خو دا د هغويې اخرني گوزار دي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وايي ، د ټول ملک نه به ترهگري ختموؤ او د ترهگرۍ په ضد جوړه کړی شوې قامي تگ لاره باندې د خېبر نه تر کراچۍ او گوادر پورې عمل کولی شي .

وزيراعظم نوازشريف نن د زيارت په ورځ کراچۍ کې د هوائي پوځ قراقرم ايگل الوتکې د سکوارډن څلورم د نوؤ الاتو نه لېس کولو دستورې ته په وينا کې ووئيل ، هوايي پوځ تل په ملکي دفاع کې مهم رول لوبولی او لوبوي يي .

"نن پاکستان د خپلې سلامتۍ په حواله د نازک وخت نه تيريږي او د ځيني منځنو او بهرنو چېلنجونو سره مخ دی چې تعلق يي زمونږ د مستقبل سره تړلی دی ، او نن د پاکستان اولس ته د ترهگرۍ په ضد د يو کېدو سره د مضبوط دفاعي صلاحيت هم ضرورت دی ".

هغه ووئيل د ترهگرۍ په ضد جنگ کې ټول قوم د پوځ ملگری دی او مونږ به دغه جنگ گټو ، هغه زياته کړه په قومي سطح متفقه نيشنل ايکش پلان باندې ټول ملک کې عمل روان دی او د ترهگرۍ د ناسور د خاتمې په ضد هڅې کولی شي .

وزيراعظم د ضرب عضب اپرېشن نتيجې گټوروې وبللې او زياته يې کړه چې د ضرب عضب د لاس ته راوړنو په غبرگون کې ترهگر کاروايانې کوي خو دا د هغويې اخرني گوزار دي .

نوموړي ووئيل د ترهگرۍ په ضد جنگ کې د هوائي پوځ کردار ډېر مهم دی او په شمالي علاقو کې د ترهگرو په ضد جگړه کې هوائي پوځ زمکنې پوځ ته ډېر کار اسان کړی دی او هوائي پوځ د ترهگرو د خاتمې پوره صلاحيت لري .

وزيراعظم ووئيل د پاکستان جمهوري حکومت په سيمه کې امن غواړي او په دغې لړ کې حکومت خبرو ته ترجيح ورکوي خو بعضي وخت دويم فريق حوصله افزا ځواب نه کوي ، هغه ووئيل مونږ به په هر حال ملک خوندي ساتو او ملکي ترقۍ ته وده ورکوؤ .

له دې وړاندې په کراچۍ کې د پاکستان نهم تجارتي نمائش يا مېلې د پرانستې دستورې په وينا کې وزيراعظم نوازشريف ووئيل ، د خپل حکومت په تېريونيم کال موده کې مونږ د اقتصادي او امنيتي ستونزو قابو کولو په لړ کې کلکې فېصلې کړي ، په نره مو ضرب عضب اپرېشن شورو کړی ، او د کراچۍ د امن دپاره مو عمليات پېل کړي دي .

"مونږ يواځې د ملک په سرحدونو د ترهگرو په ضد جنگ نه کوؤ بلکې په ملک کې دننه کې چې چرته هم وسله وال تنظيمونه دي ، او دغه تنظيمونه چې په ملک کې فساد خوروي ، هغويې به هم نه پرېږدو".

هغه ووئيل مونږ پرېکړه کړې ده ، چې په ملک کې به امن په ځايې کوؤ ، ټوپک به د رياست په لاس کې وي ، او په ناجائزه به يې د بل چا په لاس کې قبول نه کړو .

وزيراعظم ووئيل مونږ د سياسي او پوځي مشرانو په صلاح د ترهگرۍ په ضد شل نکاتي قامي تگ لاره جوړه کړې او دغه تگ لاره به د خېبر نه د کراچۍ او گوادر پورې عملي کوؤ .

نوموړي زياته کړه زمونږ حکومت د ملکي معيشيت او امنيت دپاره ځانگړي گامونه پورته کړي دي ، هغه ووئيل په کال ۲۰۱۳م او ۱۴م کې د پاکستان برامدات يا بهرنی تجارت د ۲۵ اربه ډالره پورې ؤ او ويې وئيل د خپلو صنعت کارو او کاروباري ادارو نه هيله مند يو چې په راتلونکو درې کالونو کې به برامدات ۵۰ اربه ډالره ته ورسوي .

وزيراعظم خپله وينا کې ووئيل مونږ د ټيکسټائيل پاليسي ښه کړې ده ، او تجارتي مېله سوداگرو ته موقع ورکوي چې خپل مصنوعات بهرنو سوداگرو ته وړاندې کړي .

هغه زياته کړه د سويلي ايشيا په ويړيا تجارتي معاهده باندې عمل روان دی ، او د دغې لوظنامي لاندې د سويلي ايشيا ټول گاونډي ملکونه د ازاد تجارت نه گټې پورته کوي ، او د دې نه علاوه پاکستان د چين ، سري لنکا او ملائشيا سره د ازاد تجارت معاهدي کړي دي ، او د ايران ، انډونيشيا ، مراکش او ډي اېټ هېوادونو سره تجارتي معاهدو ته اخري شکل ورکول کيږي .

ياده دې وي په کراچۍ کې د نن نه شورو شوې د پاکستان نهمه تجارتي نمائشي مېله به څلور ورځې روانه وي ، او د مېلي د مشرانو په وينا د نمائش کې ۳۵۰ ملکي او بهرملکي کمپنۍ گډون کوي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG