لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي لوړپوړو چارواکو سره دجنرل رضوان اختر ليدنې


 دپاکستاني سرچينو ترمخه دائي ايس ائي دمشر دڅوکۍ سمبالولو څخه وروستو امريکا ته دجنرل رضوان اختر دا لمړى سفر دى.
دپاکستاني سرچينو ترمخه دائي ايس ائي دمشر دڅوکۍ سمبالولو څخه وروستو امريکا ته دجنرل رضوان اختر دا لمړى سفر دى.

دپاکستان دخفيه ادارې ، ائي ايس ائي مشر ميجر جنرل رضوان اختر دشورو په ورځ د امريکا دفلوريډا ټمپا ښار ته روان شوى، چرته چې به هغه دامريکائي پوځ دسنټرل کمانډ دهيډکوارټرز دوره اؤ لوړپوړو امريکائي چارواکو سره ليدنه کوي.

دپاکستاني سرچينو ترمخه دائي ايس ائي دمشر دڅوکۍ سمبالولو څخه وروستو امريکا ته دجنرل رضوان اختر دا لمړى سفر دى.

هغه داتوار په ماذيگر واشنگټن ته رسيدلى ؤ ، چرته چې هغه دسي ائي اى، ايف بي ائي اؤ هوم لينډ سيکورټي دمشرانو ترڅنگ دامريکائي پوځ لوړپوړو چارواکو سره هم ليدنې کړي دي.

دسرچينو وينا ده چې خپل سيال اؤ لوړپوړو چارواکو سره دليدنې په مهال هغه دامريکائي پوځ دوتلو څخه وروستو دافغانستان په صورتحال، دترهه گرۍ په مخنيوي اؤ داستخباراتي معلوماتو په راکړه ورکړه خبرې اترې کړي دي.

دپاکستان دسفارتي سرچينو ترمخه دا دوره ددوه اړخيزه سټريټک مذاکراتو دلړۍ برخه ده چې پکې به پاکستان دخپلو عسکري ضرورتونو څخه امريکائي چارواکي خبروي.

تيره اوونۍ واشنگټن کې ترسره شوې دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه غونډه کې دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان هم گډون کړى ؤ.

چوهدري نثار علي خان وروستو دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري اؤ دصدر براک اوباما دقومي سلامتۍ مشاورې سوزن رائس سره هم ليدنې کړې وې.

دتيرو څو مياشتو راهسې دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ په لوړه کچه تماسونو اؤ مرسته کې ښه والى ليدل شوى اؤ څيړونکي وائي چې ددغه ښه والي نتيجه تيرکال دنومبر په مياشت کې دپاکستاني پوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف دامريکا دوره وه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG