لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ائرلينډ متحده عرب اماراتو ته په دوؤ وکټو ماتې ورکړې


 برسبين کرکټ گراؤنډ کې روان ميچ کې ائر لينډ دټاس گټلو وروستو متحده عرب اماراتو ته دبيټنگ بلنه ورکړه اؤ يو اى اي مقررو ٥٠ ؤ اورونو کېد٩ؤ وکټو په تاوان ٢٧٨ رنز جوړ کړل.
برسبين کرکټ گراؤنډ کې روان ميچ کې ائر لينډ دټاس گټلو وروستو متحده عرب اماراتو ته دبيټنگ بلنه ورکړه اؤ يو اى اي مقررو ٥٠ ؤ اورونو کېد٩ؤ وکټو په تاوان ٢٧٨ رنز جوړ کړل.

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په ١٦م ميچ کې ائرلينډ متحده عرب اماراتو ته ديوې سنسني خيزې مقابلې څخه وروستو په دوؤ وکټو ماتې ورکړې ده، متحده عرب اماراتو ائرلينډ ته دگټې لپاره د٢٧٩ رنز هدف ټاکلى ؤ

برسبين کرکټ گراؤنډ کې ترسره شوي ميچ کې ائر لينډ دټاس گټلو وروستو متحده عرب اماراتو ته دبيټنگ بلنه ورکړه اؤ يو اى اي مقررو ٥٠ ؤ اورونو کېد٩ؤ وکټو په تاوان ٢٧٨ رنز جوړ کړل.

اوپنرانو امجدعلي اؤ اندرى بيرنجر دبيټنگ غوره اغاز وکړو خو د٤٩ په مجموعي سکور دلمړۍ وکټې دپريوتو وروستو ديو اى اي دوکټو پريوتو لړۍ دوامداره پاتې شوه اؤ د١٢٥ په مجموعي سکور يې نيم ټيم پويلين ته رخصت شو.

امجدعلي ٤٥، اندرى بيرنجر١٣، کرشنا چندرن صفر، خرم خان ٣٦ اؤ سواپني پټيل دوه رنز جوړ کړل اؤ اؤټ شو.

دمتحده عرب اماراتو شپږمه وکټه په ١٣١ رنز هاغه وخت پريوته اؤ روهان مصطفي هم ددوؤ په انفرادي سکور اؤت شو چې له دې وروستو شيمان انور اؤ امجدجاويد ذمه وارانه بيټنگ وکړو اؤ د١٠٧ رنز په شراکت جوړولو سره يې دټيم سکور ٢٣٨ رنز ته ورسولو چې له دې وروستو امجد جاويد په ٤٢ رنز کيچ اؤت شو ، خو شيمان انور جارحانه بيټنگ جاري وساتلو اؤ د١٠٦ رنز غوره اننگز يې ولوبولو.

دائر لينډ لخوا ميکس سورينسن، اليکس کوسيک، پال اسټرلنگ اؤ کيون برائن دوه، دوه اؤ جارج ډوکريل يو وکټ ترلاسه کړه.

ائر لينډ د٢٧٩ رنز هدف ديوې سنسني خيزې مقابلې څخه وروستو اخري اوور کې د٨ؤ وکټو په تاوان پوره کړو، يواځې په څلور رنز دپال اسټرلنگ په صورت کې دلمړۍ وکټې دپريوتو څخه وروستو ايډجوئس اؤ کپتان وليم پورټر فيلډ په محتاط انداز کې لوبه وکړه اؤ دټيم سکور يې تر ٧٢ رنز وروسولو چې له دې وروستو ايډجوئس د٣٧ په انفرادي سکور اؤټ شو اؤ وليم پورټر فيلډ هم د٣٧ رنز جوړولو څخه وروستو پويلين ته رخصت شو.

دائرلينډ خلورم اؤت شوى لوبغاړى نيل اوبرائن ؤ چې د٩٧ په مجموعي سکور د١٧ؤ رنز جوړولو څخه وروستو ايل بي ډبليو اؤټ شو، وروستو اينډي بيلبرنياؤ گيري ولسن ټيم سمبال کړو اؤ مجموعي سکور يې تر ١٧١ پورې ورسول خو بيا بيلبرني په ٣٠ رنز اؤت شو.

دائرلينډ دنيم ټيم پويلين ته درخصتيدو څخه وروستو کيون اوبرائن دگيري ولسن ملگرتيا وکړه اؤ د٥٠ رنز جارحانه اننگز يې ولوبو اؤ گيري ولسن د٨٠ رنز ناقابل شکست اننگز لوبولو سره دټيم په کاميابۍ کې مهم کردار ادا کړو.

دمتحده عرب اماراتو امجد جاويد درې، محمد نويد اؤ محمد توقير، دوه ، دوه اؤ منجولا گروگ يو لوبغاړى اؤټ کړو، په ښې کارکردگۍ گيري ولسن دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG