لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هيومن رائټس واچ: پاکستان دې په زور افغان کډوال نه اوباسي


هيومن رائټس واچ په خپل يو تازه رپورټ کې وئيلي ، چې د پاکستان د حکومت زمه واري ده چې په ملک کې د رجسټرډ کډوالو پشمول ټولو افغانانو ته د زور زياتي څخه تحفظ ورکړي .
هيومن رائټس واچ په خپل يو تازه رپورټ کې وئيلي ، چې د پاکستان د حکومت زمه واري ده چې په ملک کې د رجسټرډ کډوالو پشمول ټولو افغانانو ته د زور زياتي څخه تحفظ ورکړي .

د بشري حقونود تحفظ نړيواله ادارې هيومن رائټس واچ د پاکستان په حکومت غږ کړی ، چې په فوري توگه دې ځايي چارواکو ته امر وکړي ، چې په زور رجسټرډ افغان کډوال بيرته نه ليږي .

هيومن رائټس واچ په خپل يو تازه رپورټ کې وئيلي ، چې د پاکستان د حکومت زمه واري ده چې په ملک کې د رجسټرډ کډوالو پشمول ټولو افغانانو ته د زور زياتي څخه تحفظ ورکړي .

رپورټ کې وئيل شوي چې افغان کډوالو باندې د ځايي حکومتونو لخوا فشار زياتېدو او د هغويي بيرته ستنېدو په لړۍ کې اضافه په داسې مهال مخې ته راغلې ، چې په ۱۶م دسمبر پاکستاني طالبانو پېښور کې په سکول باندې بريد کړی ؤ .

د هيومن رائټس واچ د ايشيا ډپټي ډائريکټر پهيليم کين وئيلي "پاکستاني چارواکو له نه ده پکار چې پېښور کې د طالبانو د ظلم په وجه افغانان د قربانۍ گډوري جوړکړي ، او دويې په داسې حالاتو کې په زور افغانستان ته لېږل نه دي پکار چرته چې دويې ته نورې خطرې رامخې ته وي " .

رپورټ کې د يو اېن اېچ سي ار له خوا وئيل شوي چې په جنورۍ ۲۰۱۵م او دسمبر۲۰۱۴م کې د پاکستان نه نهه ځله افغان کډوال بيرته تلي ، او دغه شمېره چې ۳۸۲۹ ده زيات پکې په زور لېږل شوي دي .

د رپورټ ترمخه د پاکستان د درېو صوبو پنجاب ، ازاد کشمير او خېبرپښتونخوا نه زيات کډوال بيرته تللي ، هلته د دويې د نيولو او دويې سره د زور زياتي پېښې هم رپورټ شوي دي .

په دغې تفصيلي رپورټ کې وئيل شوي چې د کال ۲۰۱۴م په پرتله د روان کال فرورۍ د مياشتې په دوه اوونو کې د افغان کډوالو بيرته ستنېدو لړۍ څو چنده زياته شوې او کډوالو د پوليس لخوا د هغويې د زورولو هم وئيلي دي .

د هيومن رائټس واچ د ايشيا مشر وئيلي ، "پاکستان د افغان کډوالو مېلمستيا کړې او زغملي يي دي خو د کډوالو په زور ويستل به دغه کار پيکه کړي ، حکومت دې د افغان کډوالو د حقونو دفاع وکړي او ځايي حکومتونه دې يقيني کړي چې کډوالو باندې ظلم او د هغويې په ضد انتقامي کاروايي ونه کړي" .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG