لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ويسټ انډيز څخه به دميچ گټلو کوټلې هڅه کوؤ،مصبا الحق


 يوه مرکه کې مصباح الحق دويسټ انډيز په ضد ميچ زيات مهم گرځولى وئيلي يې دي چې دويسټ انډيز په ضد ټيم کې کوم بدلون نۀ شي کولى
يوه مرکه کې مصباح الحق دويسټ انډيز په ضد ميچ زيات مهم گرځولى وئيلي يې دي چې دويسټ انډيز په ضد ټيم کې کوم بدلون نۀ شي کولى

دپاکستاني کرکټ ټيم کپتان مصبا الحق وئيلي دي چې دويسټ انډيز په ضد ميچ اهم دى چې پکې به دگټې کوټلې هڅه کوي خو دواړه ټيمونه به دگټې لپاره ميدان ته کوزيږي ځکه بيټسمينانو ته به فارم کې راتلل وي

په عين حال کې دويسټ انډيز دکرکټ ټيم کپتان جيسن هولډر وئيلي دي چې دپاکستان خلاف ميچ به په شاهد افريدي اؤ يونس خان کلک نظر ساتي ځکه چې دغه دواړه لوبغاړي دغوره کارکردگۍ ښودلو توان لري.

يوه مرکه کې مصباح الحق دويسټ انډيز په ضد ميچ زيات مهم گرځولى وئيلي يې دي چې دويسټ انډيز په ضد ټيم کې کوم بدلون نۀ شي کولى خو بيټسمينانو ته به ذمه وارانه انداز کې بيټنگ کول وي.

مصباح الحق وويل کوم لوبغاړي چې فارم کې نۀ دي هيله ده چې دويسټ انډيز په ضد به هغوي غوره کارکردگي وښائي.

دخپل بيټنگ ارډر دبدلون په اړه دپاکستاني کرکټ ټيم کپتان وويل په څلورم نمبر دهغه لوبيدو سره به کومه ستونزه نۀ وي ، دې لپاره به ټولو لوبغاړو ته ذمه واري ادا کول وي، مصباح وويل دابتداء يا دمډل ارډر بيټسمينانو ته به په مستقل بنياد ښه پارټنرشپ ورکول وي.

هغه ومنله چې دهند څخه دپاکستان دماتې وجه هم دمډل ارډر دشراکت دارۍ نۀ جوړيدل وؤ اؤ يواځې په ٩ؤ بالونو ددريوؤ لوبغاړو اوټ کيدل دماتې علت جوړ شو.

مصباح په بالنگ داطمينان څرگندونه وکړه اؤ وې وئيل تيرو دوؤ نه دريوؤ ميچونو کې بالرانو ښه کارکردگي ښودلې اؤ هيله ده چې دويسټ انډيز په ضد به هم مهم کردار ادا کړي.

بل لوري ته دويسټ انډيز دکرکټ ټيم کپتان جيسن هولډر وينا ده چې دپاکستان خلاف ميچ به په شاهد افريدي اؤ يونس خان کلک نظر ساتي ځکه چې دغه دواړه لوبغاړي دغوره کارکردگۍ ښودلو توان لري.

يوه مرکه کې هغه وئيلي دي چې دواړو ټيمونو خپل لمړي ميچونه بائيللي ځکه دواړه ديو شان صورتحال سره مخ دي، هغه وويل دهند په ضد ميچ کې دپاکستان کارکردگي ډيره ښه نۀ وه اؤ هغوي به خپله مقابله کې په شاهد افريدي، يونس خان اؤ محمد عرفان په ځانگړې توگه نظر ساتي.

هغه وويل يونس خان دنړيوال کرکټ پراخه تجربه لري نو ځکه دهغه دقابو کولو لپاره به ورته باقاعده منصوبه بندي کول وي.

پخپلو لمړو ميچونو کې دماتې سره مخ شوي پاکستان اؤ ويسټ انډيز به دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ ٢٠١٥م ١٠م ميچ کې په هيگلى اوول، کرائسټ چرچ کې دخالي په ورځ يو بل ته مخامخ کيږي.

څيړونکي وائي پاکستان چې پخپل لمړي ميچ کې يې دروايتي رقيب هيواد هند څخه ماتې خوړلې، سباني ميچ کې به دگټې ترلاسه کولو لپاره دغورې کارکردگۍ ښودلو هڅه کوي.

دهند په ضد ميچ کې سينئر اؤ تجربه کار لوبغاړى يونس خان داوپنر بيټسمين په توگه دلوبې ميدان ته ليږل شوى ؤ خو هغه خپل فارم رانغلى اؤ ډير زر اؤت شو.

پاکستان اؤ ويسټ انډيز په ١٢٦ يو ورځنو ميچونو کې يو بل ته مخامخ شوي چې پکې ويسټ انډيز ٦٨ اؤ پاکستان ٥٥ ميچونه گټلي، ددريواړو ټيمونو ترمينځ درې ميچونه برابر هم پاتې شوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG