لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکې ـ افغان طالبانو سره د مذاکراتو خبرونه رد کړي


د محکمه خارجه لخوا ميډيا ته په جاري شوي يو لنډ بيان وياندې جېن ساکي وئيلي ؤ ، چې د امريکې او افغان طالبانو ترمينځ نېغ په نېغ د اړيکو سلسله په جنورۍ ۲۰۱۲م کې ماتې شوې وه او بيا تراوسه نه ده بحال شوې .
د محکمه خارجه لخوا ميډيا ته په جاري شوي يو لنډ بيان وياندې جېن ساکي وئيلي ؤ ، چې د امريکې او افغان طالبانو ترمينځ نېغ په نېغ د اړيکو سلسله په جنورۍ ۲۰۱۲م کې ماتې شوې وه او بيا تراوسه نه ده بحال شوې .

امريکې د افغان طالبانو د استازو او امريکايي چارواکو ترمينځ د ليدو کتو خبرونه رد کړي دي ، او د سپينې ماڼۍ او امريکې د خارجه وزارت لخوا د زيارت په ورځ جاري شوؤ بيانونو کې وئيل شوي چې د افغان طالبانو او امريکې د حکومت د استازو ترمينځ د زيارت په ورځ قطر کې ملاقات نه دی شوی .

د سپي ماڼۍ د قامي سلامتي کونسل وياندې برناډیټ ميهن په خپل يو بيان کې وئيلي ، چې امريکا په افغانستان کې د افغان حکومت په مشرۍ د مفاهمتي عمل ملاتړ کوي ، چې د هغې لاندې طالبان او افغان چارواکي د خبرو اترو د لارې د لانجې حل رااوباسي .

د سپينې ماڼۍ د بيان نه وړاندې د امريکې خارجه وزارت هم د افغان طالبانو سره د امريکې نېغ په نېغه د مذاکراتو کولو د خبرونو ترديد کړی ؤ .

د محکمه خارجه لخوا ميډيا ته په جاري شوي يو لنډ بيان وياندې جېن ساکي وئيلي ؤ ، چې د امريکې او افغان طالبانو ترمينځ نېغ په نېغ د اړيکو سلسله په جنورۍ ۲۰۱۲م کې ماتې شوې وه او بيا تراوسه نه ده بحال شوې .

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم د نامالومه ځايه څخه په ټيليفون وايس اف امريکا ته وئيلي ، چې طالبانو د خبرو اترو په پاليسۍ کې کوم بدلون نه دی راوستی ځکه چې بهرني ځواکونو لا په افغانستان قابض دي ، نوموړي د خبرو اترو په اړه خبرونه دروغژن گرځولي .

د زيارت په ورځ ځينې مغربي رسنيو ادعا کړې وه چې د طالبانو او امريکې حکومت ترمينځ د خبرو اترو لمړی دور د قطر په پلازمينه دوحه کې روان دی .

خبري ادارې رائټرز وئيلي ؤ چې په قطر کې موجود د افغان طالبانو يو استازي ورته د ټيليفون د لارې د دواړو فريقو ترمينځ په دوحه کې د کېدونکي ملاقات خبر ورکړی ؤ .

رائټرز د زيارت په ورځ خپل يو رپورټ کې وئيلي ؤ ، چې د پاکستان د پوځ يو افسر ورته وئيلي چې افغان طالبان د امن خبرو ته تيار شوي دي .

خبري ادارې د پوځي افسر د نوم نه څرگندولو پرته ادعا کړې وه چې طالبان د پاکستاني پوځ د لارې خبرو ته تيار شوي دي ، او د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف روانه اوونۍ د کابل د دورې په مهال افغان صدر اشرف غني په دغې پرمختگ خبر کړی ؤ .

په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر نه چې استازي د نړيوالې ټولنې سره تماس نيسي ، ځينو راپورونو د پاکستان د پوځي چارواکو لخوا هم وئيلي چې کوشش کوي چې طالبان د خبرو اترو مېز له راولي .

طالبان د اوږدې مودې نه په دې خبره زور راوړي او غواړي چې کابل د خبرو اترو به په عمل کې د شاملولو نه وړاندې امريکې سره خبرې اترې وکړي .

طالب مشرانو د وړاندې نه د امن خبرو اترو دپاره درې شرطونه ايښودي دي . يو دا چې د افغانستان نه په مکمله توگه د امريکايي ځواکونو ويستو دپاره وخت وټاکل شي ، دوهم دا چې د امريکې په بند کې ټول طالبان خوشي کړی شي او درېم چې د ملگرو ملتونو لخوا د طالب مشرانو نومونه د هغې سزاوار فهرست نه وويستل شي چې لاندې يې د هغويې اثاثې منجمد کړی شوي او سفري بنديزنه پرې لگول شوي دي .

د افغانستان صدارتي وياند اجمل عابدي وايس اف امريکا ته وئيلي ، چې افغان چارواکو تل دغه غوښتنه کړې چې د امريکې او طالبانو په خبرو اترو کې شامل شي .

"اصل کې مونږ په دې خبرې خبره باوري يو چې خبرې اترې نه دي شوي ، او نړيواله ټولنه هيله منده ده چې افغانستان کې امن قائم شي او دويې د افغانستان د خپلواکۍ احترام کوي ، نو مونږ د دويې نه د کومې داسې خبرې توقع نه لرو او يقيني يو چې دويې به داسې کار ونه کړي" .

په قطر کې د طالبانو د غونډې خبره په داسې مهال مخې ته راغلې چې يوه ورځ وړاندې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارې (ائي اېس ائي) مشر د افغانستان سفر کړی او افغان چارواکو سره يې د طالبانو په ضد په گډو هڅو پياوړې کولو خبرې اترې کړي دي .

بل لور ته د پاکستان د پوځ مطبوعاتې څانگې (ائي اېس پي ار) په خپل يو بيان کې وئيلي ، چې پاکستان ـ افغانستان کې د روغې جوړې د عمل ملاتړ کوي او گڼي چې دا عمل په سوتره طريقې سره د افغان مشرانو په مشرۍ کې کېدل پکار دي .

د زيارت په ورځ جاري کړی شوي بيان کې پوځ د افغان طالبانو خبرو ته تيارېدو او په دغې لړ کې د پاکستان د کردار په اړه خبرونو باندې کومه تبصره نه ده کړې .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG