لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان افغانستان کې دامن عمل ملاتړ کوي،جنرل عاصم


 دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار له لوري دزيارت په ورځ جاري شوي يو بيان کې مذاکراتو کې دپاکستاني پوځ په کردار ادا کولو کومه تبصره يا وضاحت نۀ دى شوى.
دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار له لوري دزيارت په ورځ جاري شوي يو بيان کې مذاکراتو کې دپاکستاني پوځ په کردار ادا کولو کومه تبصره يا وضاحت نۀ دى شوى.

دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه وئيلي دي هيواد يې افغانستان کې دجوړجاړي دعمل تل ملاتړ کړى، دپوځ له لوري دغه بيان دهاغو خبرونو دخپريدو څخه وروستو راغلى چې پکې وئيل شوي وؤ افغان طالبان دافغانستان حکومت سره په مذاکراتو امادگي څرگنده کړې ده.

دغو خبرونو کې دا هم وئيل شوي وؤ چې دافغان طالبانو مذاکراتو ته اماده کولو کې دپاکستان پوځ کردار ادا کړى اؤ دغه لړ کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ افغان صدر اشرف غني روانه اوونۍ کې ليدنه هم کړې.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار له لوري دزيارت په ورځ جاري شوي يو بيان کې مذاکراتو کې دپاکستاني پوځ په کردار ادا کولو کومه تبصره يا وضاحت نۀ دى شوى.

خو دپوځي وياند وينا ده چې داوږدمهاله امنيت لپاره دافغان حکومت اؤ افغان طالبانو ترمينځ دجوړجاړي اؤ ثبات معامله دافغانستان په اړه کيدونکو خبرو کې تل تر بحث لاندې راځي.

دپوځي وياندترمخه پاکستان تل (افغانستان کې) دجوړجاړي ملاتړ کړى اؤ په دې خبره يې ټينگار کړى چې دغه عمل شفاف اؤ دافغانانو په مشرۍ پکار دى.

بيان کې وئيل شوي دي چې ددغه شان مذاکراتو کاميابو جوړولو په اړه ذمه واري په دواړو خواؤ پريوځي ، خو دپاکستاني پوځ دوياند ترمخه پاکستان به دخپلې ټولې نيک نيتۍ سره ددغه شان عمل ملاتړ دوامداره ساتي ځکه چې دوياند په قول سيمه کې دامن لاپره افغانستان کې امن مهم دى.

بيان کې هيله څرگنده شوې ده چې ټولې خواوې به دذمه وارۍ څرگندونې کولو سره دامن ددې عمل څخه پام اړونکي بريالي کيدو ته نۀ پريږدي.

تجزيه کار حسن عسکري هم وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي چې پاکستان دغه شان مذاکراتو شروع کولو کې کردار خو ادا کولى شي خو پکې به حقيقي پرمختگ دواړو خواؤ( افغان حکومت اؤ افغان طالبان) ته کول وي.

اخوا دافغان طالبانو يو وياند دهاغو خبرونو ترديد کړى چې پکې وئيل شوي وؤ قطر کې دامريکا اؤ طالبانو ترمينځ دزيارت په ورځ خبرې کيدونکې دي.

بل لوري ته دسپينې ماڼۍ اؤ امريکا دخارجه محکمې څخه دزيارت په ورځ جاري شوؤ بيلا بيلو بيانونو کې واضحه کړل شوې ده چې دافغان طالبانو اؤ امريکائي حکومت داستازو ترمينځ دزيارت په ورځ قطر کې هيڅ رقم ليدنه نۀ ده شوې.

خبري ادارې رائيټرز هم ديو امريکائي عهديدار په اړه ددغو مذاکراتو ترديد کړى دى.

له دې وړاندې طالبانو سره دافغان حکومت مذاکرات گټور نۀ دي ثابت شوي خو دنوي صدر اشرف غني له لوري دې لړ کې دکيدونکو هڅو څخه وروستو تازه تماسونو کې دپرمختگ هيله کيږي.

څيړنکي وائي افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ دبين المللي جنگي دوتلو څخه وروستو درامينځته شوي صورتحال په تناظر کې که چرې دافغان طالبانو مذاکراتو ته دراوستو هڅې بريالۍ کيږي نو دا به يو لويې پرمختگ وي.

تيرو وختونو کې طالبانو سره داړيکو لرلو په اساس داسلام اباد اؤ کابل اړيکې دتاؤتريخوالي اؤ بې باورۍ ښکار پاتې شوي خو تيرکال داشرف غني اقتدار ته درسيدو څخه وروستو دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ عسکري اؤ سياسي تماسونو کې زياتوالى راغلى اؤ ددواړو هيوادونو اړيکې تر يو څه حده ښې شوي دي.

پاکستان افغانستان کې دجوړجاړي په خاطر د٢٠١٢م څخه دخپل هيواد په بيلا بيلو زندانونو کې بندي د٤٠ ؤ څخه زيات افغان طالبان په مرحله وارې طريقې سره پريښي چې پکې افغانستان کې دطالبانو دحکومت په دور کې لوړپوړي مشران هم شامل دي اؤ په هغوي کې ملا عبدالغني برادر ديادولو وړ دى څوک چې دافغان طالبانو دمشر مُلا محمد عمر پخوانى مرستيال ؤ.

دې لړ کې تيرو کلونو کې دافغانستان دامنيتي شورا مشر دخپل هيئت ترڅنگ دپاکستان سفر هم کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG