لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ ورلډ کپ : زمبابوى متحده عرب اماراتو ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې


دنيوزي لينډ دنيسلن ښار په سيکسټن اوول کې لوبول شوي ميچ کې زمبابوى د٢٨٦ رنز هدف په ٤٨م اوور کې د٦ؤ وکټو په تاوان پوره کړو.
دنيوزي لينډ دنيسلن ښار په سيکسټن اوول کې لوبول شوي ميچ کې زمبابوى د٢٨٦ رنز هدف په ٤٨م اوور کې د٦ؤ وکټو په تاوان پوره کړو.

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په ٨م ميچ کې زمبابوى متحده عرب اماراتو ته په څلورو وکټو ماتې ورکړې ده.

دنيوزي لينډ دنيسلن ښار په سيکسټن اوول کې لوبول شوي ميچ کې زمبابوى د٢٨٦ رنز هدف په ٤٨م اوور کې د٦ؤ وکټو په تاوان پوره کړو.

دزمبابولى اوپنرانو دهدف په تعاقب کې غوره شروعات وکړل اؤ د٦٤ رنز شراکت يې جوړ کړو خو سکندر رضا په ٤٦ اسکور پويلين ته رخصت شو، دزمبابولى دوهم اوټ شوى لوبغاړى هيملټن مساکډزا ؤ چې د٧٢ په مجموعي سکور يواځې په يو رن جوړولو اؤټ شو.

دزمبابولى په گټه کې مهم کردار ادا کوونکى سين وليمز ؤ چې د٧٦ رنز غوره اننگز يې ولوبولو اؤ ناټ اؤټ پاتې شو اؤ برينډن ټيلر ٤٧ رنزجوړونکى دوهم ښۀ بيټسمين ؤ، په نورو لوبغاړو کېريگس چاکبوا ٣٥، کريگ اروائن ٤٢ اؤ سولومن مائر رنز جوړ کړل.

دمتحده عرب اماراتو له لوري محمد توقير دوه، محمد نويد، امجد جاويد، ناصر عزيز اؤ کرشنا چندرن يو، يووکټ ترلاسه کړه.

په ښه کارکردگۍ سين وليمز دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

له دې وړاندې يو اى اي دزمبابوى په ضد دلمړي بيټنگ کولوپه ترڅ کې په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې د٧ؤ وکټو په تاوان ٢٨٥ رنز جوړ کړل.

يو اى اي چې بيټنگ پيل کړو نو دخليجي ټيم ته لمړى تاوان په ٢٦رنز هاغه وخت ورسيدو کله چې امجدعلي په ٧ رنز جوړولو اؤت شو اؤ د٤٠ؤ په مجموعي سکور اندرى برنگر په ٢٢ رنز جوړولو پويلين ته ستون شو.

همدغه شان ددريمې وکټې لپاره دکرشنا چندرن اؤ خرم خان ترمينځ د٨٢ؤ رنز شراکت وشو، کرشنا ٣٤ اؤ خرم ٤٥ رنز جوړل کړل اؤ اؤت شول.

دسواپنل پټيل اؤ شائمن انور ترمينځ هم د٨٢رنز شراکت داري وشوه، سواپنل ٣٢ اؤ شائمن په ٥٠ؤ بالونو جارحانه ٦٧ رنز جوړل کړل اؤ اؤت شول.

دزمبابوى له لوري ټنډئى چټارا درې اؤ سولومن مائر اؤ سين وليمز دوه، دوه لوبغاړي اؤټ کړل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG