لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل راحيل اشرف غني ته وئيلي طالبان خبرو ته اماده دي،راپور


Some 2,500 lifejackets worn by refugees,  who made the sea crossing from Turkey to the Greek, island of Chios are displayed in what the organizers called a "Lifejacket Graveyard" in Parliament Square, London, backdropped by the Houses of Parliament.
Some 2,500 lifejackets worn by refugees,  who made the sea crossing from Turkey to the Greek, island of Chios are displayed in what the organizers called a "Lifejacket Graveyard" in Parliament Square, London, backdropped by the Houses of Parliament.

خبري ادارې رائيټرز دسينئر پاکستاني عسکري اؤ ديپلوماتوکي چارواکو له خُلې وئيلي دي چې دافغان طالبانو قيادت دپاکستاني پوځ په ذريعه اشاره ورکړې چې هغوي دراتلونکې مياشتې پورې افغان حکومت سره دامن خبرې اترې پيل کول غواړي.

دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ ددغو خبرو اترو لپاره که هر څو تر دې مهاله کومه غونډه نه ده ټاکل شوې ؤ ، خو دافغان طالبانو له لوري دامن خبرو دپيل کولو دغو اشارو دافغانستان دنوي صدر اشرف غني لپاره دخبرو اترو عمل کې دپرمختگ په اړه هيلې سيوا کړي دي.

رائيټرز ديو سينئر پاکستاني عسکري چارواکي له خُلې وئيلي دي چې دپاکستان دپوح سرلښکر جنرل راحيل شريف روانه اوونۍ کې ( کابل ته) ديو سفر په مهال اشرف غني ته وئيلي دي چې طالبان دمارچ دمياشتې پورې مذاکراتو پيل کولو ته اماده دي.

دنوم نۀ څرگندولو په شرط دپاکستان دپوځ سرلښکر ته نزدې يو چارواکي رائيټرز ته وويل هغوي( دليدنې) خواهش څرگند کړى اؤ مارچ کې به پرمختگ کيږي، دا څيزونه دومره چټک اؤ اسان نۀ دي

درائيټرز په وينا سيمه کې دريوؤ سينئر ډيپلوماټانو دنهې په ورځ داشرف غني اؤ جنرل شريف ترمينځ ليدنه کې دموجودو کسانو دبريفنگز په اساس ددغه پرمختگ پخلى کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG