لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ختيز يوکرين کې دياغيانو له لوري داوربند په نظرانداز کولو دامريکا انديښنه


يو بيان کې دامريکا دبهرنو چارو وزارت وئيلي دي چې داتوار دورځې څخه راپديخوا دياغيانو له لوري ،١٢٩ خلاف ورزۍ شوي چې پکې پينځه کسان وژل شوي دي.
يو بيان کې دامريکا دبهرنو چارو وزارت وئيلي دي چې داتوار دورځې څخه راپديخوا دياغيانو له لوري ،١٢٩ خلاف ورزۍ شوي چې پکې پينځه کسان وژل شوي دي.

امريکا وائي چې دختيز يوکرين په Debaltseve سيمه کې په خرابيدونکي صورتحال سخته انديښنه لري، دغه سيمه کې روسي پلوه ياغيان نړيوال امن تړون ته ددرناوي لرلو څخه انکار کوي.

يو بيان کې دامريکا دبهرنو چارو وزارت وئيلي دي چې داتوار دورځې څخه راپديخوا دياغيانو له لوري ،١٢٩ خلاف ورزۍ شوي چې پکې پينځه کسان وژل شوي دي.

وياندې جان ساکي دغه خلاف ورزۍ جارحانه کارروايۍ گرځولي کومو چې تيره اوونۍ دروس، يوکرين، جرمني اؤ فرانس له لوري اعلان شوي داوربند تړون دگواښ سره مخ کړى،ددغه تړون لاندې په حکومت اؤ بيلتون خوښو ددرنو وسلو دلرې کولو غږ شوى.

ياغي کمانډر ايډورډبيسورن داتوار په ورځ وئيلي وؤ چې بيلتون خوښي به په Debaltseve کې اوربند نۀ کوي اؤ دنهې په سحر وختي داسې کوم اشارې نۀ دي ترلاسه شوي چې گنې هغه يا نور ياغيان به خپله دغه پريکړه بيرته واخلي.

دگل په ورځ ياغيانو يوکريني ځواکونو ته وړانديز کړى ؤ که چرې هغوي خپلې وسلې وغورځوي نو په د Debaltseve څخه ورته خوندي لاره ترلاسه کيدى شي، خو يوکرين دغه وړانديز رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې دغه سيمه منسک، بيلاروس کې دڅلورو قامونو داوربند دترسره شوي تړون لاندې دهغوي په علاقه کې موقعيت لري.

جرمن چانسلرې اينجيلا مرکل، فرانسيسي صدر فرينکوئس هولينډ اؤ پوروشينکو دگل په ورځ په ياده شوې سيمه کې په روانه جگړه انديښنې څرگندې کړي، هغوي ښار پورې اروپائي امنيتي څارونکو ته درسد ورکولو غږ کړى.

ديوکرين پوځي وياند ايندري ليسينکو خبريالانو سره خبرو کې وئيلي دي چې دهغوي په پوځونو داوربند دتړون کيدو څخه راپديخوا ١١٢ ځله وارونه شوي اؤ زياته کړې يې ده چې موجوده وخت کې هغوي درنو وسلو ويستو ته تيار نۀ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG