لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدراوباما په امريکائي تنظيمونو دسائبر حملو په ضد جگړه کې دمرستې غږ کړى


 صدر براک اوباما دجمعې په ورځ په يو انتظامي حکم لاسليک کړى ، چې مقصد يې دانټرنيټ ادارو اؤ تنظيمونو ډاډگيرنه کول دي، ترڅو هغوي دسائبر سيکورټي دخطرو په اړه حکومت اؤ يو بل سره دمعلوماتو راکړه ورکړي وکړي.
صدر براک اوباما دجمعې په ورځ په يو انتظامي حکم لاسليک کړى ، چې مقصد يې دانټرنيټ ادارو اؤ تنظيمونو ډاډگيرنه کول دي، ترڅو هغوي دسائبر سيکورټي دخطرو په اړه حکومت اؤ يو بل سره دمعلوماتو راکړه ورکړي وکړي.

امريکائي صدر براک اوباما په امريکائي تنظيمونو غږ کړى چې دسائبر حملو په ضد جگړه کې ورگډ شي ، کوم چې دهغه په قول دامريکا قومي سلامتۍ ته پيښو لويو خطرو کې شاملې دي.

صدر براک اوباما دجمعې په ورځ په يو انتظامي حکم لاسليک کړى ، چې مقصد يې دانټرنيټ ادارو اؤ تنظيمونو ډاډگيرنه کول دي، ترڅو هغوي دسائبر سيکورټي دخطرو په اړه حکومت اؤ يو بل سره دمعلوماتو راکړه ورکړي وکړي.

صدر اوباما وئيلي دي چې اولسي اؤ شخصي څانگې دسائبر حملو دمخنيوي گډ مشن لري.

هغه وويل زمونږ زياتره کمپيوټر نيټ ورکونه اؤ سخت انفراسټرکچر په شخصي څانگه کې دى ، دکوم مطلب چې دادى چې حکومت دا ځانله نۀ شي کولى خو حقيقت دا دى چې شخصي څانگه دا ځانله نۀ شي کولى ځکه چې دا حکومت چې ورسره اکثره وروستي معلومات وي.

صدر اوباما وويل چې ددې نوؤ خطرو دمخنيوي لپاره به انډسټرۍ اؤ حکومت ته په گډه کار کول وي

دې لړ کې دسپينې ماڼۍ په تابيا دکيليفورنيا اسټنفرډ يونيورسټۍ کې دسائبر سيکورټي اؤ صارفينو دتحفظ په موضوع يوه غونډه وشوه چې پکې امريکائي صدر براک اوباما په دغه حکم نامه په باضابطه توگه دلاسليک وکړو.

په دغه سرمشريزه غونډه سپينې ماڼۍ يوه حقائق نامه جاري کړې چې پکې وئيل شوي دا گام په داسې مهم وخت کې اخستلى شى چې دسائبر په اړه انديښنو زيات سخت اؤ دويړجاړونکي نوعيت خپل کړى.

سپينې ماڼۍ وئيلي دي چې ددې انتظامي حکم نامې يوه خاکه وړاندې کړل شوې چې پکې درازدارۍ اؤ اولسى حقونو دتحفظ لپاره مهم گام اخستل شامل دي اؤ هڅه به دا وي چې دحکومت اؤ شخصي څانگې ترمينځ څيلمه ستونزې لرې کړل شي.

دې کې وئيل شوي چې وفاقي حکومت هر شخصي نيټ ورک ته سائبر سيکورټي نۀ شي ورکولى.

ددې گام څخه دمخه دهيکنگ لويې پيښې رامينځته شوي چې پکې سوني پکچرز انټرټينمنټ، انتهم انشورنس، ټارگټ، هوم ډپو، اي بى اؤ جى پي مورگن چيز شامل دي، پخپله امريکائي حکومت هم دسائبر حملو سره مخ شوى چې پکې دسپينې ماڼۍ اؤ خارجه محکمې ان کلاسي فائيډ کمپيوټرو باندې حملې شامل دي اؤ ددې ترڅنگ دامريکائي سنټرل کمانډ دټوئټر اؤ يوټيوب اکاؤنټونه هم ددغسې حملو سره مخ شوي دکوم په مدد سره چې عراقاؤ شام کې دتندروه ډلې داعش دجنگيالو په ضد دروانو پوځي عملياتو څارنه کيږي.

دې کې دهيکنگ دځينو حملو تور په روسي، چيني اؤ دشمالي کوريا په هيکرانو لگول شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG