لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکا اؤ ملگرو ملتونو له لوري يوکرين کې داوربند دنوي تړون هرکلى


 دبيلا روس په پلازمينه منسک کې داوږدو خبرو اترو څخه دترسره شوي تړون مقصد يوکرين کې دروانې خونړۍ جگړې خاتمه ده.
دبيلا روس په پلازمينه منسک کې داوږدو خبرو اترو څخه دترسره شوي تړون مقصد يوکرين کې دروانې خونړۍ جگړې خاتمه ده.

دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون دنړيوالو مشرانو لخوا ختيز يوکرين کې دجگړې ختمولو لپاره دشوؤ هڅو ستائينه کړې اؤ وئيلي يې دي هغه هيله لري چې دزيارت په ورځ بيلاروس کې شوي تړون ته به ټولې خواوې درناوى ولري.

ديوکرين دلانجې خاتمې لپاره ديوکرين، روس، جرمني اؤ فرانس مشرانو دزيارت په ورځ په يو تړون اتفاق کړى ؤ دکوم ترمخه به چې د١٤مې اؤ ١٥م فرورۍ په مينځه شپه دشپې ددولسو بجو څخه ختيز يوکرين کې اوربند وشي.

دبيلا روس په پلازمينه منسک کې داوږدو خبرو اترو څخه دترسره شوي تړون مقصد يوکرين کې دروانې خونړۍ جگړې خاتمه ده.

اخوا امريکا هم منسک کې دترسره شوي اوربندۍ دنوي تړون هرکلى کړى، امريکائي چارواکو که هر څو دمنسک په غونډه کې گډون نۀ دى کړى خو دسپينې ماڼۍ چارواکو ترسره شوى تړون دلانجې دپرامنه هواري په لوري يو مهم گام بللى دى.

دسپينې ماڼۍ پريس سيکرټري، جوش ارنسټ يو بيان کې وئيلي دي چې دغه تړون دلانجې دپرامنه هواري اؤ تيرکال ستمبر کې مسنک دشوي تړون يوه کړۍ ده کومه چې ديوکرين دخپلواکۍ دبحالۍ په اړه يو مهم پرمختگ دى.

وياند وئيلي دي ددې نوي تړون ترسره کولو لړ کې مونږ په ځانگړې توگه دجرمن چانسلري انگله مرخيل اؤ فرانسيسي صدر اولا دنۀ ستړو کيدونکو هڅو اعتراف کوؤ اؤ په ټولو خواؤ يې دتړون دبشپړ عمل درامد کولو غږ کړى.

سپينې ماڼۍ غوښتنه کړې ده چې روس دې دبيلتون خوښو امداد بند کړي ، ختيز يوکرين څخه دې خپل پوځونه وباسي اؤ پوځي سازوسامان دې بيرته يوسي.

بل لوري ته جرمن چانسلري انگله مرخيل خبردارى ورکړى چې يوکرين کې دجنگ بندۍ خاتمې لپاره ترسره شوى تړون که چرې په بشپړ توگه نۀ نافذيږي نو اروپائي اتحاديه به دروس په ضد نور بنديزونه لگوي.

هغې وئيلي داروپائي اتحاديې مشرانو ته يې وئيلي دي چې په روس دبنديزونو مسوده دې تياره وساتي ترڅو دجنگ بندۍ دنفاذ نۀ کيدو صورت کې دغه بنديزونه ولگول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG