لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لخوا افغانستان کې دبهرني مداخلت دبندولو غږ


سرتاج عزيز دچين اؤ افغانستان دمخ په زياتيدونکو ښه اړيکو ستائينه وکړه
سرتاج عزيز دچين اؤ افغانستان دمخ په زياتيدونکو ښه اړيکو ستائينه وکړه

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز افغانستان کې دبهرني مداخلت دبنديدو غږ کړى اؤ وئيلي يې دي چې دافغانستان دمعاشي اؤ سياسي صورتحال دښه کولو لپاره گامونو ته اړتيا ده، سرتاج عزيز وئيلي دي چې دتيرو دورونو پشان دې افغانستان له پامه ونۀ غورځول شي.

دافغانستان پخواني صدر حامد کرزي وخت په وخت په پاکستان دافغانستان کورنو چارو کې دمداخلت تورونه لگولي وؤ اؤ دعوه يې کړې وه چې پاکستان دافغانستان په خارجه تگلاره واک ترلاسه کول غواړي.

خو پاکستان دافغانستان په کورنو چارو کې دمداخلت ترديد کوي اؤ وائي يو پرامنه، خوشحاله اؤ ثباته پاکستان دهغوي په گټه دى.

داسلام اباد نيشنل ډيفنس يونيورسټۍ کې دوينا په مهال دخارجه چارو مشاور وويل پاکستان ته سيمه کې پرامنه گاونډ تر هاغه وخته نۀ شي ترلاسه کيدى ترڅو چې گاونډي هيوادونو سره خپلو اړيکو کې ضروري بدلونونه ونۀ کړي.

سرتاج عزيز دچين اؤ افغانستان دمخ په زياتيدونکو ښه اړيکو ستائينه وکړه اؤ وې وئيل پاکستان ددواړو هيوادونو ښو اړيکو ته هرکلى وائي اؤ هيله کوي چې دغه اړيکې به دافغانستان دسياسي اؤ معاشي ستونزو هواري کې گټورې ثابتې شي.

سرتاج عزيز وويل د(ن) ليگ دخارجه تگلارې لمړۍ ترجيح کې پرامنه گاونډ شامل دى ترڅو دمعاشي پرمختيا مقصدونه پوره کړل شي.

ښاغلي عزيز سيمې ته دپيښو ستونزو چې پکې ترهه گري، موسمي بدلونونه، په معاشي توگه په يو بل انحصار اؤ دنړيوالې هم اهنگۍ دمعاملو دخبرو اترو اؤ سياسي بصيرت له لارې په هوارولو زور راوړو.

سرتاج عزيز وويل چې ايران سره دپاکستان اړيکو کې په تدريجي توگه ښه والى راځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG