لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديوکرين په بحران دخبرو په مهال دتړون هيله


 ديوکرين، روس، فرانس اؤ جرمني مشرانو ختيز يوکرين کې دجگړې اودرولو په غرض تر ١٢ؤ ساعتو خبرې کړي.
ديوکرين، روس، فرانس اؤ جرمني مشرانو ختيز يوکرين کې دجگړې اودرولو په غرض تر ١٢ؤ ساعتو خبرې کړي.

په ختيز يوکرين کې دخونړۍ جگړې ختمولو لپاره دجرمني، فرانس اؤ روس مشرانو خبرې اترې کړي دي.

دميډيا راپورونو کې دسفارتي سرچينو له خُلې وئيل شوي دي چې ديوکرين په بحران دخبرو په مهال دتړون هيله شته اؤ داسې راپورونه هم ترلاسه شوي چې ولاديمير پيوټن اؤ پيټرو پوروشينکو په يو گډ دستاويز په لاسليک کولو متفق شوي دي.

ديوکرين، روس، فرانس اؤ جرمني مشرانو ختيز يوکرين کې دجگړې اودرولو په غرض تر ١٢ؤ ساعتو خبرې کړي.

ديوکريني عسکرو اؤ روسي پلوه بيلتون خوښو ترمينځ داپريل دمياشتې راهسې نښتو کې تر دې مهاله د5,300ؤ څخه زيات کسان وژل شوي اؤ خونړۍ جگړه کې په اوسنو اوونو کې زياتوالى راغلى.

دروس خارجه وزير سرگۍ لاروف په بيلاروس کې دچانسلرې اينجلا مرکل، صدر فرنکوئس هولينډ، صدر ولاديميرپيوټن اؤ صدر پيټرو پوروشينکو ترمينځ خبرې فعاله گرځولي خو په دې اړه يې نور تفصيلات نۀ دي ورکړي.

دپوروشينکو ډپټي چيف اف سټاف ويليري چليي دخپل ُفيسبک په پاڼه ليکلي څلور واړه مشران اوس دخپلو ملگرو څخه پرته نيغ په نيغه خبرې کوي اؤ زياته کړې يې ده چې دغيرمشروط اوربندۍ دتړون څخه پرته دMinsk څخه نۀ شي تللى.

په ختيز يوکرين کې په سفارتي توگه دشخړې هواري لپاره دغو خبرو اترو ته دوروستۍ هڅې په توگه کتل کيږي.

بل لوري ته سيمه کې جگړه روانه ده،ختيز ښار Donetsk دوه کسان هاغه وخت ووژل شوله کله چې دبسونو په يوه اډه گوله ولگيده، عسکري چارواکي وائي چې د Debaltseve سره نزدې دياغيانو حملو کې لږ ترلږه ١٩ عسکر وژل شوي اؤ ٧٨ نور ژوبل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG