لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د وتلي هنرمند کرن خان "تصوير" البم


please wait

No media source currently available

0:00 0:09:15 0:00

د کرن خان دسندروتازه دیارلسم البم "تصویر" بازار ته رسیدلې دی- کرن خان چې د ځلمي کول دخوښې هنر مند دی دا ځل هم د خپل البم لپاره د خائیسته او معیاري شاعرۍ انتخاب کړی دی- په البم تصوير کې دوتلي شاعرملنگ جان، رحمت الله درد، پير محمد کاروان او اکبر سیال نه علاوه د ځلمو شاعرانو کلامونه هم شامل کړی شوي دی- کرن خان واېي نن سبا د البمونو جوړولو روایت ډیر کم شوی دی. او خورونکې (ډسټري بیوټرز) هم البمونه اخستلو ته نه تیاريږي خو واېي د هغه کوشش دی چې د پښتو د موسقۍ دغه روایت ژوندې اوساتي – کرن خان تصوير البم په داسې حالاتو کې بازار ته راوخکلې د پښتنو موسيقي په پیښور او سيمه کې د تر هگرۍ د روانې لړۍ په وجه د یو مشکل وخت نه تیریږي- د موسيقۍ پروگرامونه کم شوي دي او هنر مندانو ته په خپله خوښه آزاد ژوند کول گران شوي دي-

کرن خان د ډيوه همکار رحمان بونیري ته دخپل البم لیږلو په وخت په یو اي میل پیغام کې ليکلي دي "زمونږ په وطن کې د امن تصویر مخلې شوې او ژوند په عذاب شوې دی، خو زه غواړم چې د خپلو سندرو (تصوير) د لارې دا ژوبل شوي زړونو ټکور کړم" کرن خان دا هم واېي چې اوریدونکوته پکار ده چې پښتو البمونه د موسيقۍ ودې په خاطرواخلي او د ناجائزه لارو نه د سندرو ویړیا اخستلو رواج ناکامه کړي – دالبم تصویر موسقي اصف او ايمي، کمپوزينگ هارون باچا او خپله کرن خان کړیده- - د کرن خان دا البم د معیاري موسیقۍ او شاعرۍ اوریدونکو لپاره یو زیری دی-

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:11 0:00

په البم کې ټول دولس سندرې دي

XS
SM
MD
LG