لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هندي- پښتو لومړی قاموس چاپ شو


R. L Malhotra Hindi Pashto Dictionary05
R. L Malhotra Hindi Pashto Dictionary05

هندوستاني لیکوال روشن لعل ملهوترا په ډیرزیار او څیړونو د هندي پښتولومړۍ قاموس (ډکشنري) لیکلی او چاپ شویدی.

روشن لعل ملهوترا د ډیوه راډیو سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې پښتو ېې مورنۍ ژبه ده او ټول ژوند ېې دا هڅه کړې چې د خپلې مور «پښتو» خدمت وکړي.

ښاغلی ملهوترا دا وخت د هندوستان په سرښار نوي ډیلي کې ژوند کوي، دی پخپله د خیبر پښتونخوا د بونیر ضلعېد جنگۍ سمیې چملې محلې کې زیږیدلی.(بونیر په کال ١٩٩١ کې له سوات څخه بیل شو او د ضلعې درجه ېې واخیسته) نوموړي په مینگوره او بري کوټ سوات کې هم ماشومتوب تیر کړی. هغه وايي چې دی لا لس کلن و چې هندوستان ته ېې د کورنۍ سره کډه وکړه.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې د یوه چیني لیکوال او څیړونکي چي هونگ سايي هم د چیني پښتو یو قاموس تیار کړی او د افغانستان صدر اشرف غني ورته د دې کار په ویاړ د سید جمال الدین افغاني ستر مډال ورکړو.

د قاموس یوه پاڼه
د قاموس یوه پاڼه

ښاغلي ملهوترا د هندي پښتو قاموس څخه علاوه، په پښتو ژبه یو شمیر نورې لیکنې هم کړیدي چې پکې لنډې کیسې، انگلیسي پښتو متلونه، د هندي لیکوالانو د کیسو پښتو ژباړه، او همدا ډول د پښتو لیکنو هندي ته ژباړه. د ماشومانو دپاره ېې د لنډو کیسو کتاب، د منشي پریم چند مشهور ناول« گودان» ېې هم پښتو ته ژباړلی. همدا شان نورې سلهاو کیسې شاملې دي.

ښاغلی مهلتورا په پښتو او پښتنو مین دی، او وايي په نړۍ کې هر ځای چي هم د پښتنودرناوی کیږي نو دی ورباندې ویاړي. هم دا وجه ده چې کله تنکۍ ملالې یوسفزی د سولې نړیواله جایزه و گټله، نو ده داسې گڼله چې د ده لور دغه جایزه اخلي.

د قاموس مخ پاڼه
د قاموس مخ پاڼه

ښاغلي روشن لعل ملهوترا په یو ځانگړې مرکه کې د ډیوه راډیو خبریال نصیر احمد کاکړ سره ډېرې په زړه پورې خبرې کړیدي. د سوات او د بونیر د ښو ورځو کیسې ورسره هم شرېکې کړي. تاسو دغه مرکه په لاندیني لینک اوریدی شۍ. په سر کې ورنه پوښتنه شوې چې د هندی پښتو قاموس لیکلو ته مو پام څنگه شو:

please wait

No media source currently available

0:00 0:18:02 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG