لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل :طالبانو ددريوؤ امريکايانو دوژلو ذمه واري په غاړه اخستې


 دجمعې په ورځ طالب وياند ذبيح الله مجاهد پخپل يو بيان کې ددغه بريد پړه په غاړه اخستې ده.
دجمعې په ورځ طالب وياند ذبيح الله مجاهد پخپل يو بيان کې ددغه بريد پړه په غاړه اخستې ده.

طالبانو دکابل په هوائي اډه دترسره شوي هاغه بريد پړه په غاړه اخستې چې پکې يو وسله وال په ډزو سره درې امريکايان اؤ يو افغان وژلى ؤ.

دجمعې په ورځ طالب وياند ذبيح الله مجاهد پخپل يو بيان کې ددغه بريد پړه په غاړه اخستې ده.

د فرانس خبري ادارې ای ايف پي خپل يو رپورټ کې وئيلي دي چې په ډزو سره وژل شوؤ کسانو د امريکې ددفاع وزارت لپاره کار کولو او د افغانستان د هوائي پوځ د تربيي په وظيفه مامور وو.

پخپل بيان کې طالب وياند دبريد کوونکي نوم احسان الله دلغمان ولايت اوسيدونکى ښودلى دى.

دذبيح الله مجاهد په قول طالب جنگيالى دحملې ترسره کولو لپاره افغان عسکرو کې ورشامل شوى ؤ چې په کابل ائيرپورټ کې يې کار کولو،دافغان پوليسو يونيفارم يې اغوستى ؤ اؤ په ځوابي ډزو کې وژل شوى دى.

دافغانستان ددفاع دوزارت ديو چارواکي ترمخه تيره ورځ حمله کوونکي دافغان پوځ دريشۍ اغوستې وه.

په تيرو وختونو کې هم دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دافغان پوځ يونيفارم اغوستو جنگيالو په بهرنو عسکرو دغه شان حملې کړي، تيرکال داگست په مياشت کې امريکائي ميجر جنرل هيرالډ گرين يو افغان عسکر وژلى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG