لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هنددامنيتي شورا دمستقل غړيتوب اهل نۀ دى،تسنيم اسلم


 اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې وويل چې سيمه دخپل مينځي درناوي اؤ گټو په اساس پاکستان امريکا سره ددوه اړخيزه اړيکو دغزولو اراده لري
اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې وويل چې سيمه دخپل مينځي درناوي اؤ گټو په اساس پاکستان امريکا سره ددوه اړخيزه اړيکو دغزولو اراده لري

دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي دي چې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره پاکستان په يوه جامع تگلاره عمل کوي اؤ بايد نړيواله ورورولي هم دترهه گرۍ ختمولو لپاره دغه شان تگلاره جوړه کړي.

اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې وويل چې سيمه دخپل مينځي درناوي اؤ گټو په اساس پاکستان امريکا سره ددوه اړخيزه اړيکو دغزولو اراده لري، هغې وويل چين يو نړيوال قوت دى اؤ دسيمې دثبات لپاره همکاري کوي.

دخارجه دفتر وياندې واشنگټن دهغوي يو ستر تجارتي شراکت دار اؤ پاکستان کې لويې سرمايه کوونکى دى اؤ ورسره دستراتيژيکي مذاکراتو نوى پړاؤ روانه مياشت کې پيل شوى.

تسنيم اسلم تور ولگولو چې هند په ځانگړې توگه دجمو اؤ کشمير په اړه دملگرو ملتونو دقراردادونو څخه دسرغړونې لړ کې دملگرو ملتونو دامنيتي شورا دمستقل غړيتوب اهل نۀ دى.

تسنيم اسلم وويل پاکستان تل دامنيتي شورا داصلاحاتو ملاتړ کړى خو دغه اصلاحات دملگرو ملتونو دغړيتوب لرونکو هيوادونو دمفاداتو عکاس پکار دي، هغې وويل چې امنيتي شورا کې دمستقل غړو شمير کې اضافې سره به دطاقت نوي مرکز ونه جوړ شي اؤ دغه اداره به نوره هم غيرجمهوري جوړه شي.،تسنيم اسلم وويل سيمه کې دامن اؤ ثبات لپاره دپاکستان کردار مهم دى.

دخارجه دفتر وياندې دتيرو دريوؤ کلونو راهسې نړۍ کې هند دوسلو تر ټولو لويې اخستونکى هيواد دى اؤ کليز دفاعي بجټ يې ٣٨ اربو ډالرو څخه اوښتى ، په دغسې صورتحال کې دامريکا هند دفاعي مرسته سيمه کې داسټريټجک توازن لپاره خطره جوړه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG