لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لخوا امنيتي شورا کې دهند دمستقل غړيتوب مخالفت


 دخارجه دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې سرتاج عزيز وئيلي دي پاکستان دخپلې قومي سلامتۍ دمفاداتو دتحفظ حق لري
دخارجه دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې سرتاج عزيز وئيلي دي پاکستان دخپلې قومي سلامتۍ دمفاداتو دتحفظ حق لري

پاکستان وئيلي دي دسياسي اؤ اقتصادي مقصدونو لپاره دهند اؤ امريکا ترمينځ په جوهري تړون عمل درامد سره به جنوبي اشياء کې دطاقت توله زياته اغيزمنه کيږي.

دا څرگندونې دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز دامريکائي صدر براک اوباما هند ته داوسنۍ دورې په مهال دترسره شوؤ تړونونو اؤ بيانونو درعمل څرگندولو په مهال کړي دي.

بل لوري ته وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي هند سره دبرابرۍ اؤ اړونده درناوي په اساس اړيکې غواړي

دخارجه دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې سرتاج عزيز وئيلي دي پاکستان دخپلې قومي سلامتۍ دمفاداتو دتحفظ حق لري اؤ زياته کړې يې ده پاکستان گڼي چې دې تړونونو سره به يې په سلامتۍ اوږدمهاله اغيزې وشي.

روانه اوونۍ کې هند ته دامريکائي صدر براک اوباما ددرې ورځني سفر په مهال ددواړو هيوادونو ترمينځ دسول جوهري تړون لاره کې دپرتو اختلافونو لرې کيدو کې پرمختگ شوى ؤ، ددې ترڅنگ دهند دجوهري سپلا ئرز گروپ دغړيتوب ترڅنگ دملگرو ملتونو دامنيتي شورا دمستقل غړي جوړولو لړ کې هم امريکائي مشر دډاډگيرنې وړ بيانونه ورکړي وؤ.

سرتاج عزيز وئيلي دي داسې هيواد چې دجمووکشمير دشخړې پشان په نړيوالو اؤ دسلامتۍ په معاملو دملگرو ملتونو دامنيتي شورا دقراردادونو څخه سرغړونه کوي ، په يوه توگه هم امنيتي شورا کې دځانگړي حيثيت حقدار نۀ دى

سرتاج عزيز وئيلي پاکستان هند ته دغړيتوب ورکولو لپاره دنيوکلئير سپلا ئرز گروپ له لوري کوم هيواد ته دځانگړې استثنا ورکولو هم مخالفت کوي، دهغه په قول دا گام به دجنوبي ايشياء دوړاندې څخه دحساس اسټريټجک استحکام لپاره زيانمن وي اؤ دنيوکلئير سپلائيرز ډلې وقار به متاثره کوي.

بيان کې سرتاج عزيز يوځل بيا دترهه گرۍ په ضد دپاکستان دهڅو يادونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې هيواد يې دې لړ کې دنړيوالې ورورولۍ يو مهم شراکت دار دى اؤ دبل څخه همدا توقعو کوي چې ددې نړيوالې خطرې مخنيوي لپاره دې خپل کردار ادا کړي.

سرتاج عزيز هند څخه غوښتنه کړې چې ٢٠٠٧م کې دسمجهوته ايکسپريس دحملې ذمه وارانو ته دې سزا ورکړي.

همدغه شان وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې هند کې دپاکستاني هائي کمشنر عبدالباسط سره دليدنې په مهال وزيراعظم وويل هند پاکستان لپاره مهم دى اؤ پاکستان دهند په گډون ټولو هيوادونو سره ښې اړيکې غواړي.

نواز شريف وويل سيمه کې امن لپاره دواړو هيوادونو ته دکشمير په گډون ټولې ستونزې دمذاکراتو له لارې هوارول پکار دي.

په دغه مهال عبدالباسط وزيراعظم دپاک وهند اړيکو اؤ امريکائي صدر هند ته داوسنۍ دورې دتفصيلاتو څخه هم خبر کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG