لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوروستي ترهه گر تر خاتمې به عمليات روان وي،جنرل راحيل


 دپوځ سرلښکر په ډاگه کړې چې دوروستي ترهه گر تر ختميدو به عمليات روان وي.
دپوځ سرلښکر په ډاگه کړې چې دوروستي ترهه گر تر ختميدو به عمليات روان وي.

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دنهې په ورځ دقبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ دوره کړې اؤ په دغه مهال يې ژمنه کړې ده چې قبائيلي سيمه به دامن دبحالۍ نه بغير نۀ پريږدي.

دپوځ سرلښکر په ډاگه کړې چې دوروستي ترهه گر تر ختميدو به عمليات روان وي.

مومند ايجنسۍ کې پوځيانو ته دوينا په مهال دپوځ سرلښکر وويل چې ټولو قبائيلي سيمو کې به يو شان دبيا رغونې اؤ بيا بحالۍ تگلارې سره دترهه گرۍ خاتمه کې مرسته ترلاسه شي اؤ زياته يې کړه چې ددغه شان تگلارې سره به ځوانانو ته دتعليمي اؤ اقتصادي موقعو ترلاسه کيدو سره تر زياتې مودې دترهه گرۍ خاتمه کې هم مرسته ترلاسه شي.

دخپلو سيمو څخه دترهه گرو په ويستو کې په مهم کردار ادا کولو جنرل راحيل دقبائيلو ستائينه وکړه اؤ وې وئيل پوځ به دحالاتو په مکمل ډول معمول ته دراوستو څخه بغير قبائيلي سيمو څخه نۀ اوځي.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانگې لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې دپوځ سرلښکر ته سيمه کې دثبات په اړه دروانو فعاليتونو ،چې پکې دپوځي انجنئيرانو لخوا روانې پرمختيائي پروژې هم شامل دي، تفصيلي حال احوال تير کړل شوى دى.

دغه پرمختيائي پروژې دتيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دضرب عضب اپريشن شروع کولو څخه وروستو مخې ته راغلي، ددغو عملياتو په نتيجه کې دشمالي وزيرستان زياترو برخو کې انفراسټرکچر تباه شوى.

پوځ دعوه کوي چې دشمالي وزيرستان زياتره برخې يې ترهه گرو څخه پاکې کړي.

دپوځي بيان ترمخه دپوځ سرلښکر مومند ايجنسۍ کې دثبات راوستو اؤ ترهه گرۍ په ضد جگړه کې دعسکرو له لوري ورکړل شوې قربانۍ اؤ پيشه وارانه چارې ستائيلي دي.

دافغان پوځ له لوري مومند اؤ باجوړ ايجنسو سره نزدې دپيل کړل شوؤ اوسنو عملياتو لوري ته په اشارې کولو سره جنرل راحيل شريف هيله څرگنده کړه چې ددغه شان گامونو سره به دپولې پورې غاړه دترهه گرۍ دپيښو مخنيوي کې مدد ترلاسه شي اؤ ورسره به په پوله مرسته نوره هم ښه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG