لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شام : داعش پشا،دکردجنگيالو په کوباني دقبضې اطلاع


 سيمې څخه ددولت اسلاميه جنگيالي دامريکا په مشرۍ دفضائي حملو دملاتړ په نتيجه کې ويستل شوي دي.
سيمې څخه ددولت اسلاميه جنگيالي دامريکا په مشرۍ دفضائي حملو دملاتړ په نتيجه کې ويستل شوي دي.

دشام په خانه جنگۍ نظر ساتونکې يوې غيرملکي ادارې دعوه کړې ده چې کرد جنگيالو ددولت اسلاميه سره تر څو مياشتو دروانې جگړې څخه وروستو په سرحدي سيمه کوباني قبضه کړې ده.

سيمې څخه ددولت اسلاميه جنگيالي دامريکا په مشرۍ دفضائي حملو دملاتړ په نتيجه کې ويستل شوي دي.

دداعش جنگيالو څخه دکوباني دبيرته اخستو په اړه دغه اطلاع په داسې حال کې مخې ته راغلى چې يوه ورځ وړاندې يو عراقي چارواکي اعلان وکړو چې دعراق دياله صوبه داعش څخه ازاده کړل شوې ده.

برطانيه کې دقائمې ادارې سيرين ابزرويټري فار هيومن رائټس ترمخه دټولې کوباني سيمې څخه دداعش جنگيالي په شا تمبول شوي اؤ کرد جنگيالو دسيمې مکمل کنټرول ترلاسه کړى دى.

همدغه شان پينټاگون په يو بيان کې وئيلي دي چې دتير يو شواروز په مهال ائتلافي ځواکونو کوباني کې دددولت اسلاميه دخوندي ځالو په ضد ١٧ فضائي حملې ترسره کړي دي.

يو سينئر کرد اهلکار ادريس نسان هم دابزرويټري ددعوې پخلى کړى، خو دامريکا ددفاع محکمې ددې اطلاعاتو دپخلي يا ترديد څخه دډډې کولو په ترڅ کې وئيلي په کوباني دقبضې لپاره روانه جگړه تر دې دمخه ختمه شوې نۀ ده.

دپينټاگون ترجمان کرنل اسټيو وارن دگل په ورځ صحافيانو سره خبرو کې وئيلي ددې اطلاعاتو پخلى نۀ شي کولى چې دکوباني څخه گيرچاپيره دشپږو مياشتو راهسې ددولت اسلاميه دجنگيالو محاصره په مکمل ډول ختمه شوې اؤ نه هم دا وئيلى شي چې جگړه گټل شوې، دهغه په قول جگړه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG