لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند کې ائي ايس ائي ته په عسکري رازونو ورکولو يو تن نيول شوى


خبري ادارې رائټرز دپوليس سرچينو په اړه وئيلي دي چې ايشور چندرا بهيرا ، چې دجمعې په ورځ نيول شوى، دهند ډيفنس ريسرچ اينډ ډويلپمنټ ارگنائزيشن په يو يونټ کې يې دکيمرا مين په توگه کار کولو
خبري ادارې رائټرز دپوليس سرچينو په اړه وئيلي دي چې ايشور چندرا بهيرا ، چې دجمعې په ورځ نيول شوى، دهند ډيفنس ريسرچ اينډ ډويلپمنټ ارگنائزيشن په يو يونټ کې يې دکيمرا مين په توگه کار کولو

هندي پوليسو دپاکستان خفيه ادارې انټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) ته د مهمو عسکري رازونو ورکولو په تور يو ٣٥ کلن تن ختيز رياست اړيسه څخه نيولى دى.

خبري ادارې رائټرز دپوليس سرچينو په اړه وئيلي دي چې ايشور چندرا بهيرا ، چې دجمعې په ورځ نيول شوى، دهند ډيفنس ريسرچ اينډ ډويلپمنټ ارگنائزيشن په يو يونټ کې يې دکيمرا مين په توگه کار کولو اؤ ددغه ځايې څخه به يې دميزائيل هلو ځلو په اړه معلومات پاکستان ته ورکول.

داړيسه انسپکټر جنرل اف پوليس اى کى پاني گړهي راټرز ته وئيلي ايشور دتيرو ٨ؤ څخه ١٠ؤ کلونو راهسې دميزائيل تجربو اؤ نورو پوځي هلو ځلو په اړه مهم معلومات دائي ايس ائي ايجنټ ته ورکول اؤ هغه ددې خبرې اعتراف کړى چې کلکته کې يې څو ځله ددغه ايجنټ سره ليدلي دي.

پوليس وائي چې دايشور بينک اکاؤنټ کې ابوظهبۍ اؤ دممبۍ په گډون گڼو ځائيونو څخه زياتې پيسې منتقل کړل شوي اؤ دا معلومولى شي چې ايا هغه ته دکوم بل ځايې څخه مدد نۀ ترلاسه کيږي.

پاني گړهي وويل هغوي ته دايشور دشکمنو هلو ځلو په اړه اطلاعات ترلاسه شوي وؤ چې له دې وروستو دهغه څارنه وشوه اؤ هغه اعتراف وکړو چې دائي ايس ائي ايجنټ سره رابطه کې ؤ اؤ ورته يې مهم معلومات ورکړي.

په ډاگه دې وي ېچ دهند له لوري دپاکستان په حساسو ادارو دترهه گرو ډلو سره په گډه دکار کولو يا هغوي ته دتحفظ ورکولو تورونه لگول کيږي خو پاکستان دا تورونه سختۍ سره ردوي.

دپاک وهند ترمينځ که هر څو دکشمير دستونزې له امله اړيکې دوړاندې څخه تاؤژنې وې خو دغه اړيکې نورې هم هاغه وخت ترخې شوې کله چې دهند له لوري پاکستاني هائي کمشنر عبدالباسط سره د کشميري بيلتون خوښو مشرانو دليدنې وروستو دخارجه سکترانو په کچه خبرې منسوخ کړې.

دمذاکرتو دمنسوخۍ په اړه هند دريځ لري چې دهغوي خارجه سکتر پاکستان ته دوره کوونکى ؤ خو يواځې څو گينټې وړاندې هند کې موجود پاکستاني هائي کميشن کې کشميري مشر ته دليدنې بلنه ورکړى شوه.

همدغه شان په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ هم ددواړو هيوادونو ترمينځ دډزو اؤ گوله بارۍ پيښو کې اضافه راغلې چې پکې د٢٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي دي.

دامريکا صدر براک اوباما هم داتوار دورځې څخه دهند په درې ورځنۍ دوره رسيدونکى دى اؤ دې لړ کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG