لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشاه عبدالله جنازه کې دنوازشريف اؤ شهباز شريف گډون


 دشاه عبدالله جنازه به دماذيگر دنمونځ څخه وروستو دشهزاده تُرکي بن عبدالعزيز جومات، رياض کې ادا کولى شي.
دشاه عبدالله جنازه به دماذيگر دنمونځ څخه وروستو دشهزاده تُرکي بن عبدالعزيز جومات، رياض کې ادا کولى شي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف هم دسعودي عرب دوفات شوي باچاعبدالعزيز دجنازې نمونځ کې برخه واخسته.

وزيراعظم نواز شريف اؤ دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف ديوې ځانگړې الوتکې له لارې رياض ته ورسيدل چرته چې هغوي ته دسعودي چارواکو هرکلى ووئيلو، چې له دې وروستو وزيراعظم دپرنس ترکي بن عبدالعزيز جومات کې دسعودي عرب دوفات شوي باچا دجنازې نمونځ کې گډون وکړو، دهغه جنازه کې دسعودي دچارواکو په گډون داسلامي هيوادونو گڼ مشران اؤ استازي هم شريک شول.

وزيراعظم نواز شريف دخادم الحرمين شريفين شاه عبدالله په مړينه دغمرازۍ اؤ غم څرگندونه کړې اؤ خپل هيواد کې يې ديوې ورځې لپاره د وير اعلان هم کړى ، په دغه موقع په ټولو سرکاري ودانو قومي بيرغ نيم کښو کړل شوى اؤ سبا داسلام اباد فيصل جومات کې دسعودي دباچا غائبانه دجنازې نمونځ هم ادا کولى شي.

دپاکستان صدر ممنون حسين اؤ وزيراعظم نواز شريف دسعودي دبادشاه په مړينه غمرازي ښودلې اؤ دا يې مسلمانانو لپاره لويې تاوان گرځولى، وزيراعظم دغمرازۍ پخپل يو پيغام کې وئيلي دي چې دخادم حرمين شرفين په حيث شاه عبدالعزيز دهر پاکستاني په زړۀ کې يو ځانگړى مقام لرلو.

دسعودي شاهي کورنۍ اؤ خلکو سره دغمرازۍ څرگندولو په مهال نواز شريف وئيلي دي چې ټول پاکستانى قام دغم په دې شيبو کې دسعودي عرب خلکو سره شريک دى.

د سعودي عربستان باچا شاه عبدالله چې د ترهگرۍ او تندورۍ خلاف جنگ کې د امريکې د نزدې ملگری ؤ، د ٩٠ کلونو په عمر کې په حق رسيدلى. ولې عهد اود دفاع وزير شهزاده سلمان به د شاه عبدالله جانشين وي.

د اميکې صدر براک اوباما هم د امريکې اولس او په شخصي توگه د خپل اړخه د سعودي شاهي کورنۍ او د سعودي عرب اولس سره د شاه عبدالله په مرگ غمرازي کړې ده.

شاه عبدالله کال ٢٠٠٦ کې د په تخت کښیناستو خو په اصل کې هغه د باچاهۍ واک اختیار په کال ١٩٩٥ په داسې وخت کې ترلاسه کړی وو چې د هغه ميرنی رورو او د هغه وخت باچا شاه فهد د ناروغۍ په وجه د باچاهۍ دنده نشوه ترسره کولی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG