لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ددولت اسلاميه نيم څخه زيات مشران وژل شوي، جان کيري


 خارجه وزير وويل دامريکا په مشرۍ دائتلافي ځواکونو دفضائي حملو له امله ددولت اسلاميه زور ماتيږي.
خارجه وزير وويل دامريکا په مشرۍ دائتلافي ځواکونو دفضائي حملو له امله ددولت اسلاميه زور ماتيږي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري وئيلي دي دائتلافي پوځونو حملو کې دتندروه ډلې دولت اسلاميه( داعش) دنيمو څخه زيات مهم مشران وژل شوي دي.

برطانيه کې دداعش په ضد ديوې غونډې څخه وروستو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال خارجه وزير وويل دامريکا په مشرۍ دائتلافي ځواکونو دفضائي حملو له امله ددولت اسلاميه زور ماتيږي.

هغه وويل ددولت اسلاميه په زرگونو جنگيالي اؤ ٥٠ فيصده مشران يې وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ قبضه کې اخستل شوي په سلگونو گاډي اؤ ټينکونه هم تباه کړل شوي.

جان کيري وويل ددولت اسلاميه په زرگونو پوستې اؤ ودانۍ هم ختمې کړل شوي ،اوسنو مياشتو کې عراق اؤ شام کې ددولت اسلاميه دپرمختگ مخه نيول شوې ده.

هغه وويل دتيلو اؤ گيسو خواؤشا دوه سوه ذخيرې داسې وي چې په خرڅولو به يې دولت اسلاميه ته مالي مرستې ترلاسه کيدې اؤ دغه لړۍ هم ختمه کړل شوې ده.

جان کيري دبرطانيې خارجه سکتر فلپ هيمنډ، دعراق وزيراعظم حيدرالعبادي اؤ د٢١ؤ هيوادونو چارواکو سره ليدنه کړې ده، غونډه کې دولت اسلاميه کې دجنگيالو دبهرتي کيدو اؤ دهغوي دامداد دمخې نيولو لړ کې هم خبرې اترې شوي دي.

عراقي وزيراعظم گيله کړې چې عراقي ځواکونو ته په تُندۍ سره وسله اؤ گوله بارود نۀ رسيږي .

غونډې ته دبرطانيې دبهرنو چارو وزير وويل چې ټول ائتلافي هيوادونه داعش ته دماتې ورکولو لپاره ژمن دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG