لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوزيرعظم لخوا دپيټرولو بحران دذمه وارو په ضد دکارروايۍ امر


 دوزيراعظم هاؤس ديو ترجمان ترمخه سوئټرزلينډ ته دتللو پځايې وزيراعظم راتلونکو دوؤ مياشتو لپاره دپيټرولو دطلب اؤ رسد جاج اخستو لپاره غونډه رابللې ده.
دوزيراعظم هاؤس ديو ترجمان ترمخه سوئټرزلينډ ته دتللو پځايې وزيراعظم راتلونکو دوؤ مياشتو لپاره دپيټرولو دطلب اؤ رسد جاج اخستو لپاره غونډه رابللې ده.

وزيراعظم نواز شريف دپيټرولو دبحران دذمه وارانو خلاف دکارروايۍ دامر کولو په مهال وئيلي دي چې دپيټرولو پرته له ځنډ څخه دورکړې باوري کولو لپاره دې اړونده وزارتونه خپل کردار ادا کړي.

دوزيراعظم نواز شريف په مشرۍ هيواد کې دپيټرولو دبحران دجاج اخستو لړ کې غونډه وشوه چې پکې دخزانې وزير اسحاق ډار، داوبو اؤ بجلۍ وزير خواجه اصف، دپيټروليم وزير شاهد خاقان عباسي په گډون لوړپوړو چارواکو گډون وکړو.

په دغه موقع راتلونکو دوؤ مياشتو لپاره دپيټرولو دطلب اؤ رسد په چارو غور وشو اؤ وزيراعظم په اړونده چارواکو زور راوړو چې راتلونکي کې اولس ته دپيټرولو دگيلې موقع په لاس نۀ دي ورکول پکار.

وزيراعظم وويل دپيټرولو پرته له کوم ځنډه دورکړې شتون کولو لپاره دې وزارتونه رابطې اؤ مرسته موثره کړي اؤ په ميډيا هم دپيټرولو دکمي تاثر ختميدل پکار دي.

وزيراعظم امر وکړو چې داولس په ستونزو کې داچونکو عناصرو په ضد دې فوري اؤ سخته کارروائي وکړل شي اؤ ټول هيواد کې دې دپيټرولو شتون هر صورت کې باوري کړل شي.

داولسي وگړو اؤ مخالفو سياسي مشرانو له لوري پاکستان کې دپيټرولو داوسني بحران په له امله په حکومت سختې نيوکې کيږي چې له دې وروستو وزيراعظم نواز شريف دسوئټرزلينډ دوره منسوخ کړې وه اؤ دزيارت په ورځ يې دپيټرولو دکمي په اړه دلوړې کچې راغونډه رابللې وه

دوزيراعظم هاؤس ديو ترجمان ترمخه سوئټرزلينډ ته دتللو پځايې وزيراعظم راتلونکو دوؤ مياشتو لپاره دپيټرولو دطلب اؤ رسد جاج اخستو لپاره غونډه رابللې ده.

وياند وائي چې وزيراعظم ځان پنجاب کې دپيټرولو دکمي څخه خبر ساتي اؤ ددې مقصد لپاره يې دپيټروليم وزارت کې يو ځانگړى سيل جوړ کړى دى.

ټاکل شوې وه وزيراعظم نواز شريف به نړيوال اقتصادي فورم کې گډون لپاره سوئټرز لينډ ته ځي خو دموجوده کورني صورتحال په تناظر کې هغه خپله دغه دوره منسوخ کړې ده.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا ځينو برخو اؤ په ځانگړې توگه پنجاب صوبه کې دپيټرولو کمى پيدا شوى، وزيراعظم ملک کې دپيټرولو دکمي نه پس اړونده څلور افسران هم معطل کړي وؤ.

ددغه کمي دپلټنو لپاره جوړې کړل شوې کميټۍ پخپل راپور کې دتيلو اؤ گيسو څارونکې اداره اوگرا ددغه بحران ذمه واره گرځولې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG