لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فېس بک مشر ته د مرگ دړکه ، دمفکورې جگړه به چرته رسي؟


Mark Zuckerberg
Mark Zuckerberg

د ټولنيزه رسنۍ فيس بک مشر مارک زکر برگ واېي یو پاکستاني تندوره تن ورته د مرگ دړکه کړې وه- مارک زکر برگ خپله پاڼه په داسې حال کې تازه کړې ده چې هم دا اونۍ په پیرس کې اسلامي تندرؤ د دوه پوليسو په گډون لس خبریالان په

د ډيوه زکر برگ ته د مرکې پیغام
د ډيوه زکر برگ ته د مرکې پیغام

ډزو وژلي او په ټول فرانس کې د امنيتي چټکتیا اعلان شوې دی. ښاغلې زکر برگ چې په نړۍ کې تر ټولو زیاته کتونکې ټولنيزه رسنۍ فیس بک جوړونکې او سي اي او دی هم نن په خپله پاڼه ليکلي دي ( څه موده وړاندې ورته د پاکستان نه یو تندروه تن د مرگ دړکه کړې وه) زکر برگ چې د دغه تن نوم ېی نه دی لیکلې واېي د غه تندروه تن ورته د فیس بک نه د پیغمبر محمد (ص) په حقله د موادو نه لرې کولو په صورت کې د وژلو دړکه کړې وه- وي او ای ډيوه د زکر برگ د غبرگون اخستلگ هسه کړې خو ځواب یې لا نه دی وېلې-

په امريکه کې مېشت وتلې څیړونکې او کالم ليکونکې ډاکټر تقي واېي په اسلامي نړۍ کې موجوده سخت دريزي او د زغم د نيشتوالې رویه په اوسني دور کې د منلو وړ نه ده- ډاکټر واېي د خپلو کمزورو او غلطو تور په نورو پورې کول د خپلو زمواورو نه پټیدل دي او دې رویې سره یو ځایې چلن گران دی. د ډاکټر تقي خیال دی چې اسلامي نړۍ له د خپلې بیانیې جاج اخستل پکار دي. هغه سره ویره ده که په رویو کې بدلون رانه وستل شو نو دا په غربي ملکونو کې د میشت مسلمانانو لپاره په ژوند کې ستونزې ډیری سوا کولې شي -

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:32 0:00

مارک زکر برگ ته د شخصي دړکو نه پرته په پاکستان کې داظهار په اذادۍ په سرکاري توگه هم وخت په وخت قدغنونه لگیدلي دي – پاکستان په کال 2012م ستمبر کې په یو ټیوب هغه وخت پابندي اولګوله چې کله پری د انګریزۍ ژبې د دریمې درجې یو فلم اینوسنس آف مسلمز خپور شو. دغه فلم کې د مسلمانانو د آخري پیغمبر حضرت محمد (ص) سپکاوی شوی ؤ. د فلم خلاف د اسلام آباد نه تر قاهری او د تاشقند نه تر ادیس ابابا پوری خونړۍ مظاهرو کې ۵۰ کسان وژل شوي وو او شپږ سوو نه زیات ژوبل شو-

د پاکستان په سينیټ کې د بشري حقونو کميټۍ په فرورۍ 2014م کې په یو ټیوب پابندۍ خلاف یو قرار داد منظورولو باجود هم پا بندئ لا په خپل ځایې دي- په سينیټ کې د بشري حقونو کمیټۍ مشر افراسیاب خټک په خپل تقرير کې ویلي وو په یو ټیوب پابندي داسې ده لکه چې د چا یو کتاب خوښ نه وی او پوره لاېبريرۍ ته تاله ولگوي -

په پاکستان کې په یو ټیوب د پابندي نه وړاندی به ۲۰۱۰م کې په فیس بک هم تر دوو اونو پوری د اسلام د سپکاوي د موادو د موجودگۍ په سر پابندي لګول شوی وه - ښاغلې زکر برگ واېي فیس بک تل د ټولې نړۍ د خلقو د پاره د خپلو خیالاتو او وړاندېزونو د خورولو ځایې پاتې شوې دی- ښاغلې زکر برگ زیاتوي چې کوم هېواد او یا کومې ډلې ته دا اجازه نه شي ورکولې چې په نړۍ خپل سوچ وروتپي هغه واېي چې وس وخت راغلې چې دغه خلق چې په نړۍ کې د اظهار په اذادۍ د گذار کوشش کوي رد کړې شي-

وتلې ليکونکې او دانشور خادم حسين فکر کوي چې په اسلامي نړۍ خصوصن پاکستان کې د تندورۍ او سخت دريزۍ سواکیدل او د نورو مذهبونو، ادارو، او شخصیتونو- نه کرکه کول یو داسې جگړه شورو کولې شي چې د انسانانو په کُره لویه تباهي راوستې شي – خادم حسین د سخت دريزۍ د مفکورې دمسلسلې بیانیې د لاسه د تندروۍ د پېدا کیدلو او په ردعمل کې د جگړې د سوال ، ځواب په هاو کې ورکوي خو د قوي جگړې امکان ردوي او واېي چې پوهه سترگه ور خلق به د جگړې حمایت نه کوي-

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:54 0:00

په پاکستان کې دا وخت نه یواځې په یو ټيوب پابندي ده ولې په یو شمیر ویب پاڼو، او ایپليکېشنز نه علاوه د هېواد نه بهر چاپ شوي یو شمیر کتابونه هم غیر قانونه ګرځولي شوي چې پکې د سلمان رشدي کتاب (سیټانک ورسېز) او بنګالۍ ادیبې تسلیمه نسرین کتاب (لجا) نه علاوه یو شمیر نور کتابونه هم شامل دي - د دغه پابندو دلاسه کې یو خوا ته نوی نسل د بی کچه ذهني فشار لاندی پاتیکیدلو فریاد کوي نو بلې لوري ته د سوونو په شمیره کې مذهبي سخت دریزه فکر لرونکې ډلې روزانه اخبارونه، اونیزه ، میاشتېزه، مطبوعات چاپ کوي او ویب پاڼې لري چې پکې د مذهبي سخت دريزۍ د پرچار نه علاوه د خپلو مخالفینو د وژلو دهړکې هم چاپ کیږي. او د حکومت د پابندو لاندې نه راځي-

په پاکستان کې غیر قانونه ګرځول شوي تنظیمونه، تحریک طالبان پاکسان، جماعت الدعوه، جېش محمد ، لشکر جنګوي، سپاه صحابه، اهل سنت والجماعت او حرکت الجهاد اسلامي په شان ډلې هم خپل لټریچر ـ (مواد) خپروي – او د کم شميره فرقو او حکومت خلاف جگړې ته توانیږي – څیړونکي فکر کوي کې په پاکستان او اسلامي نړۍ کې د مخصوصه نظریو لرونکو په یویشتمه پیړۍ کې د خپلې خوښې فیصلو روایت لاره او نه نيول شوه نو خبره د تهذیبي مکالمې د جگړې نه مخکې تللې شي -

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG