لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان به افغانستان کې پوځي کارروائي نۀ کوي، سرتاج عزيز

اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال سرتاج عزيز وويل چې پاکستان به افغانستان سره په گډه دترهه گرۍ په ضد کارروائي ترسره کوي خو پاکستان به پخپله په افغان خاوره پوځي کارروائي نۀ ترسره کوي اؤ ددواړو هيوادونو ځواکونه به ديو بل هيواد ته نۀ ورځي.

دپاکستاني وزيراعظم دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيز وئيلي دي چې پاکستان به افغانستان کې پوځي کارروائي نۀ ترسره کوي.

دخارجه چارو صلاح کار دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ دخيبرپښتونخوا کابينې مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې وه چې افغانستان کې دپټو هاغو ترهه گرو په ضد دې پخپله کارروائي وکړي چې دپاکستان دننه دترهه گرۍ پيښو کې ککړ دي.

اسلام اباد کې يوې دستورې ته دوينا په مهال سرتاج عزيز وويل چې پاکستان به افغانستان سره په گډه دترهه گرۍ په ضد کارروائي ترسره کوي خو پاکستان به پخپله په افغان خاوره پوځي کارروائي نۀ ترسره کوي اؤ ددواړو هيوادونو ځواکونه به ديو بل هيواد ته نۀ ورځي.

هغه وويل افغان صدر اشرف غني وئيلي وؤ چې خپله خاوره به دنورو هيوادونو په ضد کارول کيدو ته نۀ پريږدي کوم چې يو مثبت ځواب دى اؤ پاکستان به هم دترهه گرۍ په ضد افغانستان سره په هره کچه مرسته دوامداره ساتي.

دخارجه چارو مشاور وويل پاکستان دترهه گرۍ څخه لويې اغيزمن هيواد دى اؤ دپيښور په سانحه چې نړۍ دکوم يو والي څرگندونه وکړه دهغې مننه ادا کوؤ.

تيره ورځ هم سرتاج عزيز وئيلي وؤ چې پيښور کې شوې قتل عام دپاکستان نائن اليون ؤ اؤ زياته کړې يې وه چې کابل کې افغان قيادت دپاکستان پوځ ته دترهه گرۍ مخنيوي کې دبشپړ ملاتړ باور ورکړى دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG