لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څه عجيبه مسلماني ده


په نشریاتو، مطبوعاتو، وېب پاڼو او ټولنيزه رسنئیو د قیامت منظر دی. په مړدکو غلبيل شوي تنکي وجودونه د میئندو په غېږو کې دوژلو شوؤ کونترو په شان په وينو کې لت پت خواره څانگونه پراته دي- د بې وسو پلارانو په کږو شوؤ اُوگو د گلونو جنازې روانې دي- په لارو چنو کې د ويني ډنډونه ولاړ دي. او د پېښور د برخې اسمان د پښتنو ځلمو د سمسور شوي فصل په تالا کیدلو خاموشه ولاړ دی – په لاره روان یو ببر سر لیونې ځان سره لگیا دی - په سبب د ظالمانو حاکمانو، گور او اُور او پېښور درې واړه یو دي-

د قيصه خوانۍ په چائې خانو کې نه د چائنکونو نا بړاس خېژي او نه د بلغمو نا. د صدر بازار په گوټ پیرونو کې د چا د پښو ښکالو نه راځي - د اندر شېرد زرگرانو سندانونه ساړه دي- د رحمان بابا په هديره کې د ولاړو ملنگانو کچکولونه نسکورپراته دي- د قيصه خوانۍ دکانداران خو تل د تورو تورو ورځو گواه پاتې شوي خو داځل څه داسې کربلا ده چې نه څوک سينه کوبي کوي او نه ساندې واېي- د خلقو د سترگو نه کنډولي جوړ شوي بس لکه بتان ناست دي- د سپين جماعت په منارو کې ناست توتکرکي خاموشه او خارونۍ ترېدلي دي-

هلته د هزارخوانۍ په ېو گوټ کې ېو سپين روبې ولاړ دی او په زوره زوره په پېغمبر اخر زمان درود شريف لولي- سپين روبې د پېغمبر اخر زمان نه په ورځ د قيامت د بخشش دسفارش طلب گاره دی.د هغه په ټقیدلي غږ کې د درد کېفیت دی او دهغه د گُورو، گُورو- وُروزولاندې بوډۍ شوې ستر گې نم دي. سپين روبي خپل رب ته لاس اسمان ته نیولي د پېغمبر اخرزمان په روېي د ارمي پبلک سکول د قاتلانو په سقر کې د اچولو دعا غواړي-

هلته لرې په غارونو کې یو جشن دی- څه خلق د سوونو کالو په زوړ روایتي عربي انداز کې تمبل ته گډېږي- په رقص کې د ډوبو دلویو لویو سڼو سړو په لاسونو کې تېرې تورې دي او تازه تازه وينه ترې څاڅي- د غار په ېو گوټ کې یو بل سپين روبې د قران پاک تلاوت کوي او د خپلو سړو په کامیابۍ د پېغمبر اخر زمان په رویي دخپل رب شکر ادا کوي- د غار نه بهر ولاړ اسونه د یوې بلې حملې لپاره تیار ولاړ دي – داځل به قندهار تاراج کوي که گلستان څوک نه دي خبر –

په نشریاتو، مطبوعاتو، وېب پاڼو او ټولنيزه رسنئیو د قیامت منظر دی- د بالا حصار ماڼۍ په بورجل ولاړ عسکر د غمجن ښار په تماشه کې په سوچ کې ډوب ولاړ دی- عسکر سوچ کوي چې دا په دې ښار څه شوي- د عسکر سخته فکر مندي په خپل ځایې خو هلته په سوگ کې د ناستې مور په پاڼ، پتري شوؤ شونډو یو تپوس دی – زه د خپل تنکي گلاب د مرگ دعوا په چا وکړمه؟

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG