لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مرکز دې افغانستان کې دپټو ترهه گرو په ضد گامونه واخلي، پښتونخوا حکومت


 مشتاق غني وويل صوبائي کابينه په لاس کې کلک ثبوتونه لري چې ( دپيښور) کارروائي افغانستان څخه شوې ده
مشتاق غني وويل صوبائي کابينه په لاس کې کلک ثبوتونه لري چې ( دپيښور) کارروائي افغانستان څخه شوې ده

دخيبرپښتونخوا کابينې مرکزى حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې که چرې افغان حکومت افغانستان کې دپټو هاغو ترهه گرو په ضد گامونه نۀ اخلي کوم چې دپاکستان دننه دترهه گرۍ پيښو کې دککړو ترهه گرو په ضد گامونه نۀ اخلي نو پخپله دې افغانستان کې دپټو ترهه گرو خلاف کارروائي وکړي.

دخيبرپښتونخوا کابينې سيمه کې ميشتو افغان کډوالو ته هم خپل هيواد دستنيدو لپاره ديوې مياشتې مهلت ورکړى اؤ پۀ ډاگه کړې يې ده چې ديوې مياشتې څخه وروستو به افغان کډوال دصوبې دبندوبستي سيمو څخه ويشتلى شي.

پيښور کې دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ دصوبائي کابينې دغونډې ترسره کيدو څخه وروستو داطلاعاتو صوبائي وزير مشتاق غني مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل چې صوبائي کابينې پريکړه کړې ده چې که چرې دصوبې د غيرمحفوظو ځائيونو اؤ تنصيباتو دسلامتۍ دمربوط جوړولو لپاره داضافي پوليس عسکرو اړتيا وي دنورو پوليسو دبهرتي کولو ترڅنگ به نوى پوليس فورس هم جوړولى شي.

مشتاق غني وويل صوبائي کابينه په لاس کې کلک ثبوتونه لري چې ( دپيښور) کارروائي افغانستان څخه شوې ده اؤ هم په دې اساس يې افغانستان کې دميشتوؤ ترهه گرو په ضد دسختو گامونو اخستو غوښتنه کړې ده اؤ هم دا ثبوت دافغانستان صدر(اشرف غني) ته هم وړاندې کړل شوى ځکه په دې خاموشه نۀ شو پاتې کيدى.

دخيبرپښتونخوا کابينې افغانستان کې دپټو ترهه گرو په ضد مرکزي حکومت څخه دغه غوښتنه په داسې حال کې کړي چې هم نن دخالي په ورځ دراولپينډۍ جنرل هيډکوارټرز کې پوځي مشرانو وزيراعظم نواز شريف ته افغانستان کې دمُلا فضل الله په ضد دگامونو اخستو په اړه خبر کړى دى.

سرچينې وائي دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ دخفيه ايجنسۍ ائي ايس ائي مشر جنرل رضوان اختر کابل ته تيره ورځ دخپل سفر په مهال افغان مشرانو ته يوه داسې اډيو ورکړې چې پکې دپاکستاني طالبانو مشر مولانا فضل الله دپيښور په سکول دحمله کوونکو ځانمرگيانو سره په خبرو بوخت اودريدل کيږي، دغه اډيو کې په پښتو ژبه کې خبرې شوي دي.

سرچينې وائي دپاکستان پوځ لا اوس مهال دپولې پورې غاړې افغانستان کې دمولانا فضل الله په ضد نيغ په نيغه دکارروايۍ په اړه دزغم څخه کار اخلي.

سرچينې وائي چې دپاکستان پوځي قيادت اؤ افغانستان کې دايساف ځواکونو دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله په ننگرهار، نورستان يا کونړ ولايتونو کې دځمکنو عملياتو له لارې دپه نخښه کولو پځايې دبې پائيلته جاسوسي الوتکې يا ډرون څخه دپه نخښه کولو اتفاق کړى دى، پاکستاني چارواکي باور کوي دافغانستان په دغو يادو شوؤ سيمو کې مُلا فضل الله پټ دى.

دسرچينو وينا ده چې دپاکستان پوځ به افغان حکومت اؤ دايساف ځواکونو ته دمُلا فضل الله په ضد دگامونو اخستو لپاره يو معقول وخت ورکوي اؤ ددې ترڅنگ به پوځ قبائيلي سيمو خيبر ، مهمند اؤ نورو قبائيلي سيمو کې خپلې کارروايۍ هم جاري ساتي.

وزيراعظم نوازشريف خبر کړل شوى چې که چرې مُلا فضل الله په يو خاص وخت کې دډرون دميزائيل څخه په نخښه نۀ کړل شو نو پوځ به په نورو لارو چارو غور کوي.

پيښور کې تيره ورځ په ارمي پبلک سکول دترهه گرو له لوري خونړۍ حمله کې د١٤٠ؤ نه دزياتو خلکو دوژلو وروستو دپاکستان حکومت دتندلارو په ضد دکارروائيو په چټکولو غور کوي اؤ دې لړ کې سياسي اؤ پوځي مشران په صلاح مشورو بوخت دي.

دپيښور دسانحې وروستو دوزيراعظم نواز شريف هيواد کې د٢٠٠٨م راهسې خطرناکو ترهه گرو ته دمرگ دسزا په اړه دراروان بنديز دپورته کولو وروستو دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف تيره شپه دشپږو ترهه گرو دتيزندي کولو منظوري هم ورکړې ده.

ددې ترڅنگ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد فضائي حملو کې تر زياته حده چټکتيا راغلې اؤ داطلاعاتو ترمخه پيښور کې په ارمي پبلک سکول دترهه گرو له لوري دحملې کيدو څخه راپديخوا دغلته فضائي حملو اؤ دپوځ اؤ تندلارو ترمينځ نښتو کې نزدې 100 جنگيالي وژل شوي دي.

پيښور کې تيره ورځ په ارمي پبلک سکول دترهه گرو له لوري دشوې حملې په اړه هغه وويل چې دپيښور دسکول دپيښې پلټنې روانې دي اؤ زياته يې کړه چې دخيبرپښتونخوا حکومت په يواځې ځان دترهه گرۍ مخنيوى نۀ شي کولى بلکې دې لپاره به ټول قام ته يو موټى کيدل وي ځکه چې صوبه کې 28000 سرکاري سکولونه دي اؤ شخصي سکولونه ددې نه علاوه دي ځکه به هر چاته دخپل حفاظت لپاره پخپل هم گامونه اخستل وي.

ددې ترڅگ دسکولونو، ادارو اؤ ودانو سلامتۍ لپاره دخفيه کيمرو لگولو اؤ امنيتي تدابيرو دنيول وينا هم شوې ده اؤ

داطلاعاتو وزير وويل چې صوبائي کابينې مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دخپلې بهرنۍ تگلارې دې بيا دسره جاج واخلي اؤ چرته چې کمزورۍ وي هغه دې ختمې کړل شي.

هغه وويل دهيواد په سلامتۍ هيڅ قسمه ساز باز نۀ شي کيدى په مرکزي حکومت يې غږ وکړو چې دملکي سلامتۍ معامله دې افغان حکومت سره په کوټلې توگه راپورته کړي ځکه چې پيښور کې څه وشو ددې کړۍ افغانستان سره پيوست دي.

دهغه وينا وه کابينې امنيتي چارواکو ته وينا وکړه چې شکمنو سيمو کې دې دلټونې دعملياتو لپاره چاپه وهونکې ډلې جوړې کړي اؤ دغه ډلې دې ديو دوامداره عمل له لارې دپاکولو عمليات ترسره کړي اؤ ددې ترڅنگ دې ټوله صوبه کې دکميونټي پوليسو وجود باوري کړل شي ، دکوم دلاندې چې چرته پوليس گامونه اخلي هلته به مشران په باور کې اخستى شي اؤ دمشرانو اؤ لارښودانو ترڅنگ به ځوانان هم دپاکولو په دغو عملياتو کې دحکومت ملاتړ کوي.

نوموړي وويل صوبائي کابينې پريکړه کړې چې دافغان کډوالو په سمدستي توگه بندوبستي سيمو څخه ويستلو لپاره دې تگلاره جوړه کړل شي اؤ صوبائي حکومت به دديرشو ورځو دننه دافغان کډوالو صوبې څخه دويستلو لپاره عملى گامونه اخلي اؤ پوښتنه يې وکړه چې که چرې افغانستان کې ټولټاکنې کيدى شي، نورې معاملې دوامداره پاتې کيدى شي نو بيا کډوال خپلو کورونو ته ولې نۀ شي ستنيدى اؤ غوښتنه يې وکړه.

همدغه شان صوبائي وزير قبائيلي سيمو کې دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو خپلو کورونو ته دستنولو لپاره هم غږ وکړو اؤ وې وئيل چې کابينې دمرکزي حکومت څخه دا غوښتنه هم کړې چې قبائيلي سيمې(فاټا) دې يا خو دهاغه ځايې دمشرانو پخپل مينځي مشورې سره دهاغه ځايې داولس دخواهشاتو مطابق بيله صوبه جوړه کړل شي يا دې وفاق ددې دانتظام لپاره مناسب گامونه واخلي.

مشتاق غني وويل مرکزي حکومت دې دمليشه ځواکونه پرته له کوم ځنډ څخه دصوبې دبندوبستي سيمو ترمينځ په پولو وگماري کوم چې دايف سي ائيني دنده ده گنې دوهم صورت کې به دخيبرپښتونخوا حکومت د مرکز په ضد احتجاج کوي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG