لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : نښته کې دطالب کمانډر په گډون ٨ جنگيالي وژل شوي


سرچينې دعوه کوي چې وژل شوي جنگيالي سيمه کې دخلقو دتښتونو پيښو کې ککړ وؤ اؤ وژل شوي جنگيالي دکړۀ وړۀ نه بهرنيان ښکاريدل.
سرچينې دعوه کوي چې وژل شوي جنگيالي سيمه کې دخلقو دتښتونو پيښو کې ککړ وؤ اؤ وژل شوي جنگيالي دکړۀ وړۀ نه بهرنيان ښکاريدل.

سرچينې وائي دپاکستان دبلوچستان صوبې زيارت ضلع کې دجمعې په ورځ امنيتي ځواکونو سره نښته کې دتحريک طالبان پاکستان ديو سيمه ييز کمانډر په گډون ٨ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

دسرچينو ترمخه امنيتي ځواکونو زيارت کې عمليات ترسره کړي چې پکې دټي ټي پي يو کمانډر اؤ نور اووۀ جنگيالي وژل شوي دي، ددغه نښتې په مهال امنيتي ځواکونو په دروند مقدار کې دگوله بارودو لاس ته دراوړو دعوه هم کړې ده.

سرچينې دعوه کوي چې وژل شوي جنگيالي سيمه کې دخلقو دتښتونو پيښو کې ککړ وؤ اؤ وژل شوي جنگيالي دکړۀ وړۀ نه بهرنيان ښکاريدل.

بلخوا پوليس وائي چې په موټر سائيکل سورو دوؤ وسله والو دبلوچستان په مستونگ بازار سيمه کې دپوليسو يو انسپکټر محمد امين شاهواني وژلى دى، بريدکوونکي تيښته کې بريالي شوي اؤ دپيښې نه پس دقانون نافذونکو ادارو عسکر سيمې ته رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې خپله ولقه کې اخستې.

په سمدستي توگه ددغه بريد مسؤليت چا په غاړه نۀ دى اخستى خو سرچينې وائي دغه پيښه صوبه کې دروانو هدفو وژنو دلړۍ برخه معلوميږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG