لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : پوځ سره نښتو کې ٤٨ جنگيالي وژل شوي


 دائي ايس پي ار ترمخه ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو تبادله کې 32 ترهه گر ووژل شول اؤ ددې ترڅنگ دې عسکر هم ژوبل شوي دي، ترهه گرو دخپلو وژل شوؤ ملگرو مړي پريښي اؤ تښتيدلي دي.
دائي ايس پي ار ترمخه ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو تبادله کې 32 ترهه گر ووژل شول اؤ ددې ترڅنگ دې عسکر هم ژوبل شوي دي، ترهه گرو دخپلو وژل شوؤ ملگرو مړي پريښي اؤ تښتيدلي دي.

دپاکستان پوځ وائي دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې يې نن دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ سختې نښتې شوي چې پکې ٤٨ جنگيالي وژل شوي دي.

تيره ورځ هم تيراه کې پوځ د57ؤ جنگيالو دوژلو دعوه کړې وه، دپوځ له لوري تيراه کې روانو عملياتو کې چټکتيا وروستو له هغې راغلې چې درې ورځې دمخه دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې په ارمي پبلک سکول دترهه گرو له لوري شوې حمله کې د١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون نزدې ١٤١ کسان وژل شوي وؤ.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دترهه گرو يوه ډله دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه نه پاک افغان پولې لوري ته روانه وه چې دامنيتي ځواکونو اؤ ترهه گرو ددغه ډلې ترمينځ په ورمگۍ اؤ سپرکوټ سيمو کې نښته وشوه.

دائي ايس پي ار ترمخه ددواړو خواؤ ترمينځ دډزو تبادله کې 32 ترهه گر ووژل شول اؤ ددې ترڅنگ دې عسکر هم ژوبل شوي دي، ترهه گرو دخپلو وژل شوؤ ملگرو مړي پريښي اؤ تښتيدلي دي.

بل خوا وسله والو جنگيالو دخيبرايجنسۍ جمرود تحصيل کې داسکاؤټس په چيک پوسټ حمله کړې اؤ جوابي کارروايۍ کې ١٢ ترهه گر وژل شوي دي.

دباړې تحصيل په عالم گودر سيمه کې هم دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښته شوې چې پکې څلور جنگيالي وژل شوي اؤ هغوي دجمرود ليويز سنټر ته وړل شوي دي.

خيبرايجنسۍ کې سږکال د١٧م اکتوبر راهسې پوځي عمليات خيبرون ون روان دي، ددغو عملياتو په مهال وخت په وخت دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ نښتې کيږي چې پکې پوځ دلسگونو جنگيالو دوژلو دعوه کوي، خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

دپاکستاني پوځ ترمخه قبائيلي شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو ضرب عضب په مهال ددغه قبائيلي سيمې ٩٠ فيصده برخه دتندلارو نه پاکه کړل شوې خو ددغه ځايې نه جنگيالي خيبرايجنسۍ ته تښتيدلي وؤ چې له دې امله خيبرايجنسۍ کې هم دهغوي په ضد دخيبر ون په نوم عمليات پيل کړى شول.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG