لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : ځانمرگي بريد کې يو عسکر وژل شوى، درې ژوبل


خودعيني شاهدانو وينا ده چې چاؤدنه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې ځانمرگي خپل گاډى دپوليسو دگاډي سره وجنگولو
خودعيني شاهدانو وينا ده چې چاؤدنه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې ځانمرگي خپل گاډى دپوليسو دگاډي سره وجنگولو

چارواکي وائي دزيارت په ورځ دافغانستان پايتخت کابل کې يو ځانمرگي بريد کې يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي دي.

دکابل دپوليسو دمشر وياند حشمت ستانکزئ ددغه پيښې په اړ ه وويل چې يو خودکش کابل ته په دې نيوت داخليدو چې دښار دگڼې گوڼې په سيمه کې دچاؤديدونکو موادو له لارې چاؤدنه وکړي، پوليس په هغه پسي لگيدلي وؤ

دکابل دپوليسو مشر عبدالرحمان رحيمي وائي چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې پوليسو گاډى اودرولو.

خودعيني شاهدانو وينا ده چې چاؤدنه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې ځانمرگي خپل گاډى دپوليسو دگاډي سره وجنگولو.

دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند صديق صديقي دپيښې په اړه وئيلي دي يو ځانمرگي کابل ښار ته دداخليدو منصوبه لرله خو پوليسو سيمه کې ديو خودکش دموجودگۍ داطلاعاتو ترلاسه کولو وروستو گزمې شروع کړې وې.

ميډيا ته جاري شوي يو بيان کې طالبانو ددغه حملې ذمه واري په غاړه اخستې، طالب وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې چې دملي اؤ بين المللي ځواکونو يو کاروان په نخښه کړل شوى چې پکې امنيتي ځواکونو ته درنه مرگ ژوبله اړول شوې ده.

په داسې حال کې چې دروانې مياشتې اخره کې افغانستان نه زياتره غيرملکي پوځيان دوتلو تيارۍ کوي افغان چارواکي اکثره پايتخت کابل کې دتندلارو دحملو دمخنيوي دعوې کوي.

افغان پوځ به هيواد کې دجنورۍ دلمړۍ نيټې څخه په مکمل توگه امنيتي ذمه وارۍ سمبالوي اؤ ديو تړون لاندې به نزدې ١٢ زره امريکائي اؤ دنيټو عسکرو هغوي ته تربيت اؤ ملاتړ ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG