لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل افغانستان څخه د مولوي فضل الله د سپارلو غوښتنه کړې


وايي دپاکستان استخباراتي ادارو داسې شواهد ترلاسه کړي چې ترې په ډاگه کيږي په دغه ترهگريز بريد کې د پاکستاني طالبانو مربوط ولي گروپ اؤ د ځينو ازبک تندلارو لاس دى
وايي دپاکستان استخباراتي ادارو داسې شواهد ترلاسه کړي چې ترې په ډاگه کيږي په دغه ترهگريز بريد کې د پاکستاني طالبانو مربوط ولي گروپ اؤ د ځينو ازبک تندلارو لاس دى

دنهې په ورځ پيښور کې په يو سکول ترسره شوي خونړۍ بريد کې د١٣٢ ماشومانو د وژل کيدو وروستو دپاکستان دپوځ سرلښکر په بيړني ډول افغانستان ته رسيدلى اؤ دغلته يې د افغان پوځي چارواکو څخه غوښتنه کړې چې په افغانستان کې پټ دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر مولوي فضل الله دې پاکستان ته ورسپارل شي.

دسرچينو په وينا د شورو په غرمه کابل ته د رسيدو وروستو د پاکستاني پوځ سرلښکرجنرال راحيل شريف دافغان اؤ ائتلافي ځواکونو لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي اؤ ورسره يې پيښور کې په سکول د ترهگرو لخوا د ترسره شوي خونړي بريد اؤ شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو ضرب عصب په بيلا بيلو اړخونو خبرې کړي .

جنرال راحيل کابل ته خپل دغه سفر په داسې حال کې کړى چې په پيښور کې په يو سکول ترسره شوي ترهگريز بريدکې د ١٣٢ماشومانو په گډوڼ د ١٤٢ کسانو د وژل کيدو نه وروستو دپاکستان ټول لوړ پوړي حکومتي، سياسي اؤ پوځي مشران پيښور ته ورټول شوي اؤ د ترهگرو په ضد د غوڅې تگلارې تيارولو دپاره خپلو کې په صلاح مشورو بوخت دى.

سرچينې وايي دپاکستان استخباراتي ادارو داسې شواهد ترلاسه کړي چې ترې په ډاگه کيږي په دغه ترهگريز بريد کې د پاکستاني طالبانو مربوط ولي گروپ اؤ د ځينو ازبک تندلارو لاس دى اؤ د ورانکارۍ دغه منصوبه يې د افغانستان څخه تياره کړې وه.

سرچينې وايي دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف افغان اؤ ائتلافي چارواکو سره ليدنه کې هم خپل لاس کې لرونکي معلومات شريک کړي اؤ دهغوئ څخه يې غوښتي چې د افغانستان په خاوره کې پټ دپاکستاني طالبانو مشر مولوي فضل الله اؤ د هغه ملگري يا خو دې پاکستان ته وسپارل شي اؤ يادې يې په ضد حقيقي چټک گامونه واخستل شي .

دسرچينو له مخې دغه ليدنه کې د پاکستان سرحدي سيمو کې د تندلارو په ضد دپاکستاني پوځ لخوا د روانو پوځي عملياتو په نتيجه کې افغانستان ته د تښتيدلو تندلارو په اړه هم خبرې شوي اؤ دافغان چارواکو څخه غوښتنه شوې ده چې بايد هغوئ دخپله طرفه په پلوه حفاظتي انتظامات سخت کړي ترڅو ترهگرو ته د تښتيدو موقعه په لاس ورنۀ شي.

له دې وړاندې دپاکستان وزيراعظم ميانوازشريف هم په پيښور کې د پارلماني گوندونو گډې غونډې ته دوينا په مهال وئيلي چې افغان صدر اشرف غني ورته باور ورکړى ؤ چې خپله خاوره به ترهگرو ته د استعمال دپاره نۀ پريږدي اؤ جنرال راحيل به په دغه حواله دافغان صدر، ائتلافي اؤ افغاني پوځ د مشرانو سره خبرې اترې کوي.

پاکستان له دې وړاندې هم افغانستان ته وخت په وخت گيله کړې چې پخپله خاوره کې يې د پاکستان څخه تښيدلو ترهگرو ته پناه ورکړې ده خو افغان حکومت دپاکستان دغه رقم تورونه په سخته ردوي اؤ دريځ لري چې افغانستان د ترهگرو پالنه نۀ کوي بلکې دپاکستان له لوري پټ په پټه د طالبانو ملاتړ افغانستان کې د بدامنۍ اؤ ناقرارۍ باعث دى

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG