لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تيراه : دجنگي الوتکو حملو کې ٢٢ تندلاري وژل شوي

 دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ديو راپور ترمخه دجنگي الوتکو نه دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په دوا توئي، تور دره اؤ گړهي سيمه کې تيره ورځ دترهه گرو په شکمنو ځالو فضائي حملې شوي چې پکې ٢٢ تندلاري وژل شوي دي.

راپورونه وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې لږ ترلږه ٢٢ جنگيالي وژل شوي دي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې دورځپاڼې ډان ديو راپور ترمخه دجنگي الوتکو نه دخيبرايجنسۍ دلرې پرتې سيمې تيراه په دوا توئي، تور دره اؤ گړهي سيمه کې تيره ورځ دترهه گرو په شکمنو ځالو فضائي حملې شوي چې پکې ٢٢ تندلاري وژل شوي دي.

خيبرايجنسۍ کې جنگي الوتکو دتندلارو ځالې هم په هاغه ورځ په نخښه کړي چې ورسره پيوست دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې په ورسک روډ دتندلارو له لوري په يو سکول شوې حمله کې د١٣٢ؤ ماشومانو په گډون ١٤١ کسان ووژل شول.

دپاکستاني طالبانو بيلا بيلو ډلو ددغو حملې ذمه واري په غاړه اخستې اؤ دغه حمله يې شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دجنگيالو په ضد دروانو عملياتو بدل گرځولى.

دپاکستان پوځ سږکال دجون په ١٥مه شمالي وزيرستان اؤ داکتوبر په ١٧مه خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې يې دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې وه اؤ ددې ترڅنگ يې دا هم وئيلي وؤ چې دترهه گرو دمنظمو حملو توان يې ختم کړى ، خو څيړونکي وائي چې تيره ورځ پيښور کې دشوې منظمې حملې نه په ډاگه شوې چې ترهه گر اوس هم دلويو هدفونو دپه نخښه کولو اؤ منظمو حملو توان لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG