لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې ميندې د خپلو وړو بچو لاشونو ته ملامته ولاړې خپل مخونه وهي


خاورې به دغه تنکي وجودونه څه موده کې د ځان سره تورې خاورې کړي خو تاريخ به دا خونړۍ پيښه په کومو ټکو کې محفوظ ساتې ؟
خاورې به دغه تنکي وجودونه څه موده کې د ځان سره تورې خاورې کړي خو تاريخ به دا خونړۍ پيښه په کومو ټکو کې محفوظ ساتې ؟

پيښور ډير قيامتونه ليدلي ، خو د نهې په ورځ چې په دې تاريخي ښار کوم خونړى قيامت تير شو ، شايد چې تاريخ دا پيښه کله هم له خپل کومي تيره نۀ کړي ،

ميندو د دسمبر په سخته يخنۍ کې خپل بچي په توره خړه کې د خوبه راپاڅول ، چايې يې پرې وڅښلې ،د کتابونو بستې يې ورته سمې کړې ، بوټان يې ورله پالش کړل ، يونيفارم يې ورته پغاړه کړو، د نيمې چوټۍ دپاره يې ورله په جيبونو کې پيسې هم واچولې اؤ د کوره يې په توره خړه کې په سخته يخنۍ کې رخصت کړل ...

خو دغه رخصت د څه دپاره اؤ د چرته دپاره ؟

کۀ دا رخصت د مرگ دپاره ؤ نو نن په پيښور کې ډيرې ميندې د خپلو وړو بچو لاشونو ته ملامته ولاړې خپل مخونه وهي ، خپل سرونه شوکوي په چغو چغو وايي "يه زما د فريښتې پشان د گناه نه پاکې د زړۀ تکړې ! تاخو د خوبه سترگې نۀ غړولې ، نۀ راويښيدې، ځان دې په قصده اودۀ کړو چې سکول نه پاتې شې ، خو .... ما دا ظلم ما وکړو.. زۀ درته اول په قهر شوم ، بيا مې په مينه د خوب نه راپورته کړې اؤ په يخه يخنۍ کې مې خپله غيږه يخه پريښوده ته مې د مرگي غيږې له پخپل لويې لاس وليږلې"

نن د پيښور د هرچم ،د هرې محلې د جومات نه يو اعلان راخيژي ، د فلاني لور، دفلاني ځوي مړ شوى ، په فلاني وخت به خاورو ته سپارل کيږي،

خاورې به دغه تنکي وجودونه څه موده کې د ځان سره تورې خاورې کړي خو تاريخ به دا خونړۍ پيښه په کومو ټکو کې محفوظ ساتې ؟

د ټي وي گانو، ريډيو گانو اؤ اخبارونو ددې خبرپشان چې "پيښور کې په يو سکول د ترهگرو حمله کې ١٣٨ ماشومان وژل شوي اؤ د ٢٠٠ نه زيات ژوبل شوي ، طالبانو ددغه پيښې ذمه واري پغاړه اخستې"

کۀ نا تاريخ به د دغو تنکو ماشومانو د پاکو وينو حساب غواړي ؟

که حساب غواړي د چا نه به يې غواړي ، د بارودو لوگو په سر اخستي تور ماحول کې خو نن ټول مخونه يو شان تور ښکاري ، د هيچا اصل څهره نۀ معلوميږي ، هيڅوک ددې سوال ځواب نۀ مومي چې "چا د څه بدل د چا نه واخستو؟"

د وحشتونو دا خونړى تاريخ به سبا د پيښور د ارمي پبلک سکول د هغه معلمې روح ته په کومه کفاره ادا کولو اطمينان ورکوي چې نن اؤل ددغه سکول په عمارت کې وسله والو په گولو وويشته ، بيا يې پرې پټرول وشيندل اؤ اخره کې يې ورله مړ وجود په اور وسوځولو؟

هاغه اومه خوله يرغمل ماشومان چې ترهگرو به يو يو اول پوځيانو ته ښودلو ، بيا به يې په سر په گولۍ ويشتلو اؤ دهغوئ د خولې نه به د چغې راوتلو څخه مخکې د هغوئ مازغۀ راوتلي وؤ ، دانساني تاريخ په لمن لگيدلي ددغو ماشومانو د وينو داغونه به څنگه وينځل کيږي ؟

پيښور ډير مرگونه ، ډيرې وينې ليدلي ، خو د پيښور په تاريخ کې په اول ځل د انسانيت د تذليل کومه ناوړه پيښه چې د علم حاصلوونکو ماشومانو د وژنې په شکل کې وليدل شوه ، پيښور په هغې ټولې نړۍ ته نن د هاغې بې وسې مور پشان يواځې خپلې اوښکې خو توئيولى شي چې نن د خپل ماشوم بې ګناه بچي مړي ته الق دلق ولاړه ده ، خو د نور څه وئيلو توان نۀ لري ، پيښور له به ژبه څوک ژبه ورکړي چې ووايي "زۀ دې په کومه ګناه اؤد چا دپاره ووژلم "

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG