لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا منلې چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې ترهه گرو ته زيان رسيدلى


 دغونډې وروستو جاري شوي شريک بيان کې وئيل شوي دي چې دواړو خواؤ شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو ارزښت منلى اؤ منلې يې ده چې ترهه گرو ته ددې له امله زيان رسيدلى دى.
دغونډې وروستو جاري شوي شريک بيان کې وئيل شوي دي چې دواړو خواؤ شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو ارزښت منلى اؤ منلې يې ده چې ترهه گرو ته ددې له امله زيان رسيدلى دى.

امريکا دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان دپاکستاني پوځ له لوري روانو پوځي عملياتو کې لاس ته راوړنې منلي دي اؤ وئيلي يې دي چې ددغو عملياتو له امله ترهه گرو ته زيان رسيدلى دى.

پاکستان سږکال په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد وروستو له هغې په لويه پيمانه پوځي عمليات پيل کړي چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو کوششونه ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې له امله يې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

دپاک امريکا ددفاعي مشاورتي ډلې ٢٣مه غونډه کې دواړو هيوادونو په دې خبره ټينگار کړى چې دائتلافي امدادي فنډ دمودې دختميدو نه پس به پاکستان ته دپيسو اړتيا وي ځکه نو ددې دورکړې لپاره دې طريقه کار جوړ کړل شي، ددغه فنډ موده سږکال ختميږي.

دغونډې وروستو جاري شوي شريک بيان کې وئيل شوي دي چې دواړو خواؤ شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو ارزښت منلى اؤ منلې يې ده چې ترهه گرو ته ددې له امله زيان رسيدلى دى.

دواړه ملکونه په دې خبره هم صلاح شوي چې دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد جگړه کې به دپاکستان دضرورتونو خيال ساتلى شي.

بيان کې وئيل شوي دي چې پاکستان اؤ امريکا سږکال دائتلافي امدادي فنډ دمودې دختميدو نه پس پاکستان ته دترهه گرۍ په ضد جگړه کې داوښتونکو مصرفونو لپاره درقم دورکړې په ارزښت اؤ طريقه کار غور وکړو.

دپاک امريکا ددفاعي مشاورتي ډلې غونډه په نهم اؤ لسم دسمبر واشنگټن کې ترسره شوې چې پکې دپاکستاني هئت مشري ددفاع سکتر (ر) ليفټننټ جنرل عالم خټک اؤ دامريکائي هيئت مشري ددفاع سکتر کرسټائن اى ورمتهـ کړې ده.

دفاعي مشاورتي ډله ددواړو ائتلافي هيوادونو ددفاعي ستراتيژۍ اؤ نورو اړونده خوښۍ په چارو دغور کولو لپاره مرکزي فورم دى، له دې وړاندې دغه غونډه تيرکال دنومبر په مياشت کې واشنگټن کې شوې وه.

غونډه کې دواړو هيوادونو پاک امريکا اړيکو کې دپرله پسې مثبت پرمختگ هرکلى اؤ په دې خبره اتفاق وکړو چې سيمه کې دامن اؤ استحکام اؤ القاعده په گډون ټولو ترهه گرو قوتونو ته دماتې ورکولو لپاره دوه اړخيزه مرسته ضروري ده.

په دغه موقع امريکائي هيئت پاکستاني ميملمنو ته افغانستان کې دامنيت په گډون ،افغانستان نه دامريکائي پوځيانو دوتلو وروستو افغان پوځ ته په تربيت اؤ بيلا بيلو مهمو چارو حال احوال هم تير کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG