لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسي ائي اى دراپور جاري کيدو وروستو پاکستان اؤ افغانستان کې امريکايانو ته خبردارى


 دسينيټ دراپور ترمخه افغانستان اؤ تهائي لينډ کې دوه داسې خفيه مرکزونه موجود دي چرته چې سي ائي اى بنديانو نه پلټنې کوي.
دسينيټ دراپور ترمخه افغانستان اؤ تهائي لينډ کې دوه داسې خفيه مرکزونه موجود دي چرته چې سي ائي اى بنديانو نه پلټنې کوي.

دنهې په ورځ دامريکائي سينيټ دهاغه راپور جاري کيدو وروستو چې پکې دترهه گرۍ پيښو کې دککړو کسانو په ضد دسي ائي اى له لوري دتحقيقاتو دسختو حربو لوري ته اشاره شوې وه ، افغانستان ، پاکستان اؤ تهائي لينډ کې امريکائي سفارت خانو دامريکا ضد احتجاجونو اؤ تشدد په اړه خبردارى ورکړى دى.

د سي ايي اي د تفتيش د کومو طريقو چې د سنيټ په رپورټ کې ذکر شوی په هغو کې قيديان ويښ ساتل، په تنگو تروشو کوټو کې بندول او واټر بورډنگ شامل دي چې پکې قيدي ته اوبو کې د ډوبيدو احساس ورکړی کیږي.

د سنيټ د استخباراتي چارو د کميټۍ مشره سنيټره ډايان فائنسټائن وايي د سي ايي ای ددغه طريقو استعمال د امريکې د اقدارو نفي کړې ده.

په دغو دريواړو هيوادنو کې ميشتوؤ امريکايانو ته دنوټسونو جاري کولو په مهال سفارت خانو وئيلي دي چې دسينيټ راپور کې په سي ائي اى دسختونيوکو وروستو دغو هيوادونو کې امريکا ضد احتجاجونه ، په امريکائي گټو اؤ وگړو حملې کيدى شي.

دسينيټ دراپور ترمخه افغانستان اؤ تهائي لينډ کې دوه داسې خفيه مرکزونه موجود دي چرته چې سي ائي اى بنديانو نه پلټنې کوي.

نوټس کې په امريکايانو زور راوړل شوى چې چې هغوي دې خپل گيرچاپيره ماحول کې محتاط اوسي اؤ مناسب احتياطي تدابير دې ونيسي اؤ په ځانگړې توگه دې داسې ځائيونو ته نۀ ځي چرته چې مظاهرې يا احتجاجونه کيږي.

دنهې په ورځ جاري شوي راپور کې وئيل شوي وؤ چې سي ائي اى دالقاعده دغړو په ضد کومې پلټنيزې حربې استعمال کړي هغه ډيرې سختې دي اؤددې په نتيجه کې گټور استخباراتي معلومات هم نۀ دي ترلاسه شوي.

دسي ائي اى موجوده مشر جان برينن ستمبر،٢٠٠١ء کې امريکائي ښارونو کې دالقاعده له بريدونو وروستو دپخواني صدر جارج ډبليو بش دواکمنۍ په موده کې دخپل کړل شوؤ سختو حربو څخه دفاع کړې ده.

هغه وائي تيرو وختونو کې ځينې تيروتنې ضرور شوي خو دواټر بورډنگ پشانه دسختو حربو استعمالولو سره چې کوم معلومات ترلاسه شوي ددې په نتيجه کې دحملو منصوبې ناکامه کړل شوي اؤ دترهه گرو په نيولو اؤ (دخلکو) ژوند بچ کولو کې مرسته شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG