لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چک هيگل کابل ته په ناڅاپي سفر رسيدلى


 دغه څرگندونې هغه دخالي په ورځ کابل ته ديوې اعلانيه دورې په مهال کړي دي، دامريکا ددفاع دوزير په حيث کابل ته دچک هيگل دغه وروستۍ دوره ده.
دغه څرگندونې هغه دخالي په ورځ کابل ته ديوې اعلانيه دورې په مهال کړي دي، دامريکا ددفاع دوزير په حيث کابل ته دچک هيگل دغه وروستۍ دوره ده.

دامريکا تلونکي ددفاع وزير چک هيگل وئيلي دي افغانستان نه به روانه مياشت کې دبين المللي ځواکونو دوتلو باوجود دوړاندې نه داعلان شوې شميرې نه 1000 سيوا امريکائي پوځيان د٢٠١٥م کال د لمړو څو مياشتو په مهال پاتې وي.

دغه څرگندونې هغه دخالي په ورځ کابل ته ديوې اعلانيه دورې په مهال کړي دي، دامريکا ددفاع دوزير په حيث کابل ته دچک هيگل دغه وروستۍ دوره ده.

چک هيگل تيره اونۍ دخپلې عهدې نه استعفا ورکړې وه چې له دې وروستو صدر براک اوباما هغه ددفاع دنوي وزير تقررۍ پورې په دغه څوکۍ دکار کولو وينا وکړه.

دجمعې په ورځ صدر براک اوباما ايشټن کارټر ددفاع وزير نومولى اؤ کانگريس نه به دتوثيق وروستو هغه ددغه چوکۍ ذمه وارۍ سمبال کړي.

کابل ته له رسيدو څخه دمخه الوتکه کې خبريالانو سره خبرو کې ددفاع وزير وويل چې زۀ باور لرم چې افغان ځواکونه دکابل ددفاع توان لري

چک هيگل دکابل دغه غير اعلانيه دوره په داسې حال کې کړې ده چې که يو اړخ ته دروانې مياشتې اخرې پورې به افغانستان نه زياتره غيرملکي جنگي ځواکونه اوځي نو بل اړخ ته دطالبانو له لوري دتشدد نه ډکو کارروائيو کې هم اضافه ليدل کيږي.

سږکال افغانستان کې تر دې مهاله مختلفو پيښو کې نزدې ٤٦٠٠ افغان عسکر وژل شوي، دغه شميره تيرکال هم په دومره موده کې درامينځته شوؤ وژنو نه شپږ فيصده سيوا ده.

دبين المللي ځواکونو افغانستان نه دوتلو وروستو به هم ديو تړون لاندې د١٢ؤ زرو نه زيات امريکائي اؤ دنيټو پوځيان افغانستان کې پاتې کيږي ، چې بنيادي مقصد به يې افغان ځواکونو ته تربيت ورکول اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد کارروائيو کې دهغوي مرسته کول وي.

يوه ورځ دمخه دامريکا خارجه وزير جان کيري هم لندن کې افغن مشرانو سره ليدنه کې ددې خبرې اعتراف کړى ؤ چې افغانستان کې دطالب جنگيالو حملو کې تيزي راغلې ده خو دهغه په قول افغان ځواکونه ددغو حملو دمقابلې توان لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG