لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف دافغانستان دملاتړ ژمنه تکرار کړې


خپل برطانوي سيال ډيوډ کيمرون سره لندن کې دناشتې په مهال يوه ليدنه کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې هغه افغانستان کې دملي يووالي دحکومت سره دغوره اړيکو جوړولو هيله کوي.
خپل برطانوي سيال ډيوډ کيمرون سره لندن کې دناشتې په مهال يوه ليدنه کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې هغه افغانستان کې دملي يووالي دحکومت سره دغوره اړيکو جوړولو هيله کوي.

پاکستان افغانستان کې دتل پاتې امن اؤ ترقۍ لپاره دخپل ملاتړ ددوامداره ساتلو اراده تکرار کړې اؤ بين المللي ورورولۍ يې هم دافغانستان دمدد دجاري ساتلو غږ کړى دى.

دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دا مهال لندن کې دى ، چرته چې هغه دبرطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون په ځانگړې بلنه دافغانستان په موضوع جوړ شوي بين المللي کانفرنس کې گډون کړى.

خپل برطانوي سيال ډيوډ کيمرون سره لندن کې دناشتې په مهال يوه ليدنه کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې هغه افغانستان کې دملي يووالي دحکومت سره دغوره اړيکو جوړولو هيله کوي.

ټين ډاؤننگ سټريټ ته په ورسيدو نواز شريف ته خپل برطانوي سيال هرکلى ووئيلو، دليدنې په مهال نواز شريف پاکستان کې دتعليم اؤ روغتيا په څانگو کې په مرستې کولو دبرطانيې ستائينه وکړه اؤ خپل برطانوي سيال ته يې بلنه ورکړه چې پاکستان کې دې دانرژۍ څانگه کې سرمايه کاري وکړي.

برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون دترهه گرۍ په ضد جحگړه کې دپاکستان دقربانو ستائينه وکړه اؤ وې وئيل چې پاکستان ته دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دهر هيواد نه زيات زيان رسيدلى دى اؤ دترهه گرۍ ختمولو لپاره يې پاکستان ته دخپل حکومت دملاتړ باور ورکړو.

وروستو افغان صدر اشرف غني هم هغوي سره شامل شو اؤ افغان ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله هم په دغه موقع موجود وؤ، دليدنې په مهال دريواړو مشرانو دافغانستان دصورتحال په گډون دمجموعي سلامتۍ اؤ اړونده خوښۍ په چارو خبرې اترې کړي دي.

ددغه ليدنې په مهال دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز اؤ ځانگړى مرسيتال سيد طارق فاطمي اؤ برطانيه کې دپاکستان هائي کمشنر سيد ابن عباس هم موجود وؤ.

کيمرون وزيراعظم نواز شريف نه غوښتنه وکړه چې هغه دې دا خبره باوري کړي چې په پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په تور دبندي يو برطانوي وگړي سره دې منصفانه سلوک شي اؤ دې لړ کې دې دهغه ذهني توازن په نظر کې ونيول شي.

ديو سرکاري بيان ترمخه وزيراعظم نواز شريف دليدنې په مهال وويل چې باثباته، خوشحال اؤ جمهوري افغانستان پخپله دپاکستان په گټه دى اؤ دهغه هيواد افغان حکومت سره په گډه کار کولو ته په انتظار دى.

دافغانستان تاريخ کې په لمړي ځل جمهوري انداز کې داقتدار دانتقال نه پس ټاکل شوي صدر اشرف غني دلندن دکانفرنس په مهال خپل هيواد کې دپرمختيا اؤ سلامتۍ په اړه دخپل تصور خاکه وړاندې کړه اؤ بين المللي ورورولۍ ته يې وويل چې دغه عمل کې دې ورسره ملاتړ وکړي.

په دغه موقع پاکستاني وزيراعظم وويل هغه دافغان حکومت لخوا دخپل هيواد دپرمختيا اؤ خودانحصارۍ دتگلارې بشپړ ملاتړ کوي.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکو دشروع نه دلوړو ژورو ښکار دي اؤ دپخواني صدر حامد کرزۍ دحکومت په دور کې دغه اړيکې دتاؤتريخوالې نه ډکې پاتې شوې وې.

مبصرين وائي لندن کې شوي کانفرنس اؤ وروستو دپاک افغان مشرانو ترمينځ ليدنو سره دوه اړخيزه اړيکو کې خپل مينځي باور ته وده خو ترلاسه کيدى شي خو ددې نه په سمدستي توگه دکومې مثبتې نتيجې هيله کول به مناسب نۀ وي.

دافغان چارو ماهر اؤ کابل کې دپاکستان پخواني سفير رستم شاه مهمند وائس اف امريکا سره خبرو کې وئيلي دي داشرف غني دصدر جوړيدو نه پس ددوه اړخيزه اړيکو تناظر کې اغاز ښه گرځول کيدى خو ترڅو چې افغانستان کې حالات معمول ته نۀ وي راغلي تر هغې دکلک پرمختگ هيله نۀ شي کيدى.

دروانې مياشتې اخرې پورې بهافغانستان نه د١٣ کلنې جگړې وروستو زياتره غيرملکي پوځيان اوځي خو اوسنو مياشتو کې په دغه هيواد کې دتندلارو لخوا حملو کې يو ځل بيا اضافه ليدل شوې ده.

امريکا افغانستان سره په يو دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړى چې ترمخه به يې د٢٠١٤م نه وروستو هم تقريباً ١٠ زره امريکائي پوځيان دغلته پاتې کيږي اؤ مقصد به يې په بنيادي توگه افغان ځواکونو ته تربيت ورکول اؤ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دهغوي مرسته کول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG