لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

“ پاکستان اؤ افغانستان به دترهه گرۍ په ضد په گډه جنگيږي“


 نواز شريف وويل دترهه گرو خلاف به پرته له امتياز څخه کارروائى کولى شي ځکه چې ترهه گري دپاکستان اؤ افغانستان دواړو لپاره گډه خطره ده اؤ زياته يې کړه چې دواړه هيوادونه به دترهه گرۍ په ضد په گډه جنگيږي.
نواز شريف وويل دترهه گرو خلاف به پرته له امتياز څخه کارروائى کولى شي ځکه چې ترهه گري دپاکستان اؤ افغانستان دواړو لپاره گډه خطره ده اؤ زياته يې کړه چې دواړه هيوادونه به دترهه گرۍ په ضد په گډه جنگيږي.

لندن کې دافغانستان په اړه کانفرنس ته دوينا په مهال دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې اسلام اباد اؤ کابل ديو پرامنه، باثباته ، متحده اؤ خوشحاله افغانستان دشريک مقصد ترلاسه کولو لپاره ژمن دي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف لندن کې يو درې ورځني کانفرنس کې دبرخې اخستو لپاره موجود دى، دغه کانفرنس کې دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون، دافغانستان صدر اشرف غني اؤ دامريکې خارجه وزير جان کيري هم موجود وؤ، ددغه کانفرنس شريکه ميلمستيا دبرطانيې اؤ افغان حکومتونو له لوري شوې ده.

نواز شريف وويل چې دتيرو ديارلسو کلونو په مهال افغانستان په گڼو څانگو کې مهمې لاسته راوړنې کړي دي اؤ دغه لړ کې يې دافغانستان دصدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله ترمينځ داقتدار دشرکت تړون ته هم اشاره ورکړه اؤ وې وئيل چې په جمهوري توگه داقتدار انتقال اؤ دملي حکومت جوړيدل مهم پرمختگ دى.

نواز شريف وويل داقتصاد دمضبوطولو، غوره طرز حکومت اؤ قانون دواکمنۍ په گډون دافغان حکومت داصلاحاتو دپروگرام ملاتړ کوي.

نواز شريف دافغان حکومت دطرف نه(طالبانو سره ) دمذاکراتو دغږ اؤ دسياسي لارې دستونزو دهواري هرکلى وکړو، هغه پاکستان ته داشرف غني داوسني سفر په مهال هغه سره دخپلې شوې ليدنې يادونه هم وکړه اؤ وې وئيل زۀ باوري يم چې مونږ پخپلو دوه اړخيزه اړيکو کې يو نوى تاريخي اغاز کړى دى

وزيراعظم وويل پاکستان اؤ افغانستان دمضبوطو اقتصادي اړيکو دجوړولو، چې پکې پام سرمايه کارۍ اؤ غوره سيمه ييزې اقتصادي مرستې ته گرځول شوى وي، ترڅنگ د دسلامتۍ په اړه دمرستې دژورتيا اؤ دوه اړخيزه تجارت لپاره گامونه پيل کړي دي.

نواز شريف وويل دترهه گرو خلاف به پرته له امتياز څخه کارروائى کولى شي ځکه چې ترهه گري دپاکستان اؤ افغانستان دواړو لپاره گډه خطره ده اؤ زياته يې کړه چې دواړه هيوادونه به دترهه گرۍ په ضد په گډه جنگيږي.

وزيراعظم نواز شريف افغان اولس سره دپاکستان ديو والي داظهار تکرار وکړو اؤ په نړيوال ټولنې يې دافغانستان دنورې مرستې لپاره غږ وکړو.

دافغانستان صر اشرف غني دخپلې وينا نړيوالو قوتونو سره په شوؤ تړونو دقائم پاتې کيدو ارده تکرار کړه اؤ وې وئيل دافغانستان تاريخ کې په لمړي ځل په باضابطه توگه اقتدار منتقل شوى اؤ دغلته جوړ ملي حکومت دافغان اولس ترجمان دى.

هغه دافغان امنيتي ځواکونو دتوان په سيوا کولو دملگرو هيوادونو مننه ادا کړه اؤ وې وئيل اوس دهيواد پوځونه خپلې ذمه وارۍ ترسره کوي.

بل لوري ته لندن کې دامريکې خارجه وزير جان کيري سره دزيارت په ورځ دليدنې په مهال ووزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې نړيوالې ورورولۍ ته دسيمې دامنيت اؤ سلامتۍ لپاره دترهه گرۍ په ضد دپاکستان دلويې مرستې اؤ هلو ځلو په غوره توگه دمنلو ضرورت دى.

وزيراعظم سره په دغه موقع هغه سره دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز اؤ ځانگړى مرستيال طارق فاطمي هم موجود ؤ.

نواز شريف جان کيري سره شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې په روانو پوځي عملياتو ضرب عضب هم خبرې اترې وکړې اؤ وې وئيل چې ٨٠ فيصده سيمه دترهه گرو نه پاکه کړل شوې، هغه وويل په مکمله توگه دترهه گرو تر ختمې به اپريشن روان وي.

وزيرعظم وويل يو خوشحاله، باثباته اؤ جمهوري افغانستان دپاکستان په گټه دى اؤ زياته يې کړه چې پاکستان افغانستان کې دنوي حکومت سره دښو اړيکو هيله لري.

دامريکې خارجه وزير جان کيري دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان لويې قربانۍ ومنلې اؤ دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ يې اړيکو کې داوسني ښه والي هرکلى وکړو اؤ دا يې دسيمې دثبات له لوري يو اهم گام وگرځولو، هغه دې لړ کې پاکستان ته دامريکې له لوري دبشپړې مرستې باور هم ورکړو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG