لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند ته مذاکرات منسوخول نۀ وؤ پکار، نوازشريف


 وزيراعظم نواز شريف وويل چې ددواړو ملکونو ترمينځ په لوړه کچه دسفارتي رابطو نه وړاندې کشميري مشرانو سره خبرې اترې دپاکستاني هائي کمشنر روايت پاتې شوى دى.
وزيراعظم نواز شريف وويل چې ددواړو ملکونو ترمينځ په لوړه کچه دسفارتي رابطو نه وړاندې کشميري مشرانو سره خبرې اترې دپاکستاني هائي کمشنر روايت پاتې شوى دى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې هند ته دخارجه سکترانو په کچه مذاکرات منسوخول نۀ وؤ پکار.

دنيپال پلازمينه کټهمنډو کې دسارک سرمشريزه غونډه کې دگډون نه وطن ته دراستنيدو په مهال الوتکه کې صحافيانو سره دخبرو په مهال نواز شريف وويل چې پاکستان هند سره مقصدي خبرو اترو ته ليواله دى اؤ زياته يې کړه چې دکشمير دستونزې په گډون په ټولو معاملو خبرې ضروري دي.

نواز شريف وويل دخارجه سکترانو په کچه مذاکرات(هند) په يو اړخيزه توگه منسوخ کړي وؤ، هرکله چې ددواړو وزيراعظمانو ترمينځ دا فيصله شوې وه چې دغه خبرې اترې به کولى شي نو هند ته په يو اړخيزه توگه مذاکرات نۀ وؤ منسوخول پکار.

سږکال په ٢٥م اگست اسلام اباد کې ټاکل شوي دخارجه سکترانو په کچه مذاکرات هند په يو اړخيزه توگه منسوخ کړي وؤ، هند ددغو مذاکراتو دځنډولو وجه دپاکستان دهائي کمشنر له لوري کشميري بيلتون خوښو مشرانو سره ليدنه ښودلې وه.

وزيراعظم نواز شريف وويل چې ددواړو ملکونو ترمينځ په لوړه کچه دسفارتي رابطو نه وړاندې کشميري مشرانو سره خبرې اترې دپاکستاني هائي کمشنر روايت پاتې شوى دى.

که هر څو دسارک دغونډې په موقع دپاکستان اؤ هند دوزيراعظمانو ترمينځ باضابطه دوه اړخيزه ليدنه نۀ ده شوې خو نواز شريف وويل چې کله هغه دهيلي کاپټر نه راووتو نو(نريندر مودي) مخامخ ولاړ وؤ، نور مشران هم ولاړ وؤ ټولو سره ليدنه وشوه اؤ په دغه موقع يې هندي وزيراعظم سره سلام دعا وشول اؤ دډوډۍ په ميز يې هم نريندر مودي سره خبرې شوې وې.

هغه وويل پاکستان دخپل مينځي درناوي اؤ وقار په اساس دمذاکراتو بحالي غواړي اؤ زياته يې کړه چې هند سره دمذاکراتو کولو لپاره پاکستان کوم دريم ملک ته دکردار ادا کولو درخواست نۀ دى کړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG