لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټيسټ ميچ : پاکستان په ٣٥١ رنز اؤټ


 پاکستان ددوهمې ورځې لوبه ددريوؤ وکټو په تاوان د٢٨١ رنز نه شروع کړه خو ډير زر کپتان مصباح الحق اؤت شو، هغه ٣٨ رنز سکور کړي وؤ.
پاکستان ددوهمې ورځې لوبه ددريوؤ وکټو په تاوان د٢٨١ رنز نه شروع کړه خو ډير زر کپتان مصباح الحق اؤت شو، هغه ٣٨ رنز سکور کړي وؤ.

شارجه کې روان دريم اؤ اخري ټيسټ ميچ کې پاکستان خپل اولني اننگز کې ٣٥١ رنز جوړ کړي اؤ اوټ شوى.

داسټريلوي بيټسمين فلپ هيوز دمړينې په وجه دزيارت په ورځ ددغه ټيسټ ميچ ددوهمې ورځې لوبه ځنډول شوې وه اؤ دجمعې په ورځ دلوبې په پيل کيدو لوبغاړو فلپ هيوز ته دعقيدت دپيرزوئينو وړاندې کولو لپاره ديو منټ پورې خاموشي خپله کړې.

پاکستان ددوهمې ورځې لوبه ددريوؤ وکټو په تاوان د٢٨١ رنز نه شروع کړه خو ډير زر کپتان مصباح الحق اؤت شو، هغه ٣٨ رنز سکور کړي وؤ.

دډبل سنچرۍ جوړولو ته نزدې شوي محمد حفيظ يواځې ددرې رنز په فرق سره دغه هدف پوره نۀ کړو اؤ په ١٩٧ رنز اؤت شو.

په اوسني سيريز کې غوره کارکردگي ښودونکي وکټ کيپر سرفراز هم ١٥ رنز وکړل اؤ ياسر شاه ٢٥ رنز جوړ کړل.

محمد طلحه اؤ راحت بغير دکوم رن جوړولو نه اوټ شول.

دنيوزي لينډ دطرف نه کريگ دغوره باؤلنگ څرگندونه وکه اؤ ٧ وکټې يې ترلاسه کړې اؤ ساؤتهي، سوډهي اؤ ويټوري ، يو يو وکټ ترلاسه کړو.

پاکستان دټاس گټلو وروستو داولني بيټنگ پريکړه کړې وه.

ددريوؤ ميچونو سيريز کې پاکسان ته ديو صفر برتري ترلاسه ده،، دپاکستان اؤ نيوزي لينډ ترمينځ دوهم ټيسټ ميچ ډرا شوى ؤ اؤ اولنى ميچ پاکستان گټلى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG