لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکائي پوځيان به نيغ په نيغه خطره راولاړونکو طالبانو سره جگړه کوي،فيلډمين

 دميډيا په هاغو راپورونو دتبصرې کولو په مهال چې دامريکا صدر براک اوباما امريکائي پوځيانو ته دطالبانو په ضد دجگړې اجازت ورکړى سفير فيلډمين په ډاگه کړه چې صدر دمئ مياشت کې وئيلي وؤ چې امريکا به د٣١م دسمبر کال ٢٠١٤م پورې افغانستان کې خپل جنگي کردار پايې ته رسوي اؤ يواځې به دصلاح مشورو، تربيت اؤ افغان ځواکونو دمرستې عمل ترسره کوي.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان سره يوه مرکه کې دپاکستان اؤ افغانستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي ډين فيلډمين وئيلي دي چې د٢٠١٤م نه پس به افغانستان کې ميشت امريکائي فوځونه د طالبانو په ضد يواځې هاغه صورت کې جگړه کوي چې هغوي ورته نيغ په نيغه گواښ کوي ، دالقاعده ملاتړ کوي يا دافغانستان پوځيانو ته يو ستراتيژيکي خطره راولاړوي.

دميډيا په هاغو راپورونو دتبصرې کولو په مهال چې دامريکا صدر براک اوباما امريکائي پوځيانو ته دطالبانو په ضد دجگړې اجازت ورکړى سفير فيلډمين په ډاگه کړه چې صدر دمئ مياشت کې وئيلي وؤ چې امريکا به د٣١م دسمبر کال ٢٠١٤م پورې افغانستان کې خپل جنگي کردار پايې ته رسوي اؤ يواځې به دصلاح مشورو، تربيت اؤ افغان ځواکونو دمرستې عمل ترسره کوي.

فيلډمين وويل چې هغوي به دطالبانو په ضد به هاغه صورت کې دامريکايانو دخوندي کولو اؤ دافغانانو دمرستې لپاره مناسب گامونه اخلي چې طالبان افغانستان کې امريکا اؤ ائتلافي ځواکونو ته نيغ په نيغه خطره راولاړوي، دالقاعده ملاتړ کوي يا دافغانستان ملي اردو ته ستراتيژيکي گواښ څيلمه کوي.

ديوې پوښتنې په ځواب کې امريکائي استازي وويل چې افغانستان کې دنوي حکومت جوړيدو سره دپاکستان اؤ افغانستان اړيکو کې حقيقي مثبت بدلونونه راغلي دي اؤ زياته يې کړه چې دافغانستان اؤ پاکستان په اړيکو کې دا پرمختگ ماته جائزه هڅه ښکاري، مونږ هيله کوؤ چې دا به حقيقي وي، دا حقيقي ښکاري

ددواړو هيوادونو ترمينځ داوږدمهاله اړيکو ټينگولو په غرض جنرال راحيل شريف امريکا ته دخپل اوسني سفر په مهال لوړپوړو دفاعي امريکائي چارواکو سره ليدنې کړې وې.

کله چې فيلډمين نه پوښتنه وشوه چې ايا دجنرل راحيل دورې خپل هدفونه ترلاسه کړل نو هغه وويل مونږ دحقاني نيټک ورک په گډون دټولو ترهه گرو دتعقيب اؤ دترهه گرو دټولو خوندي ځالو ختمولو په اړه ډيرې نيغې، تعمري اؤ ريښتونې خبرې اترې کړي

هو ، مونږ ټول منو چې شمالي وزيرستان کې دعملياتو پيل کيدو نه پس دترهه گرو په ضد جگړه کې مهم پرمختگ شوى دى

ځانگړي استازي وويل دحقاني نيټ ورک په گډون دټولو ترهه گرو په ضد دجنگيدو په اړه په واشنگټن کې خلک دهغه(جنرل راحيل) په ژمنه ډير خوشحاله وؤ.

فيلډمين وويل چې ددواړو ملکونو ترمينځ داوږدمهاله اړيکو دبحالۍ لپاره هڅې څو کاله وړاندې پيل شوي اؤ دجنرل راحيل شريف دورې سره داړيکو مضبوطيدو کې مرسته شوې، دهغه په لفظونو دا دډيرو اهمو دورو نه يوه وه

دايف بي ائي له لوري دپخوانۍ اسسټنټ سيکرټري اف سټيف رابن رافيل( څوک چې واشنگټن کې دپاکستان دباوري ملگرو نه يوه گڼل کيږي) په ضد دکارروايۍ په اړه ښاغلي فيلډمين وويل ددې تعلق دانصاف محکمې سره دى ځکه به هغه په دې مامله تبصره نۀ کوي.

خو هغه ددې وړانديز سره اتفاق ونۀ کړو چې گنې دايف بي ائي دغه کارروائي په واشنگټن کې دپاکستان دملگرو لپاره يو پيغام ؤ چې ددغه هيواد ملاتړ اودروي.

فيلډ مين وويل چې هغه دتيرو پينځوؤ کلونو راهسې دپاکستان اؤ امريکا داړيکو ښو کولو لپاره کار کوي اؤ په دې خبره خوشحاله دى چې دغه اړيکې اوس په ښه کيدو دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG