لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دډرون حملو په ضد دى،تسنيم اسلم


 پاکستان گڼي چې شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو پيل کولو نه وروستو دهغوي په خاوره دډرون حملې هيڅ جواز نۀ لري
پاکستان گڼي چې شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو پيل کولو نه وروستو دهغوي په خاوره دډرون حملې هيڅ جواز نۀ لري

دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي دي چې پاکستان دډرون حملو مخالفت کوي.

اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې وويل چې پاکستان دډرون حملو نۀ يواځې لفظي مخالفت کړى بلکې په گڼو فورمونو يې ددغه معاملې دراپورته کولو لپاره عملي گامونه هم اخستي.

پاکستان گڼي چې شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو پيل کولو نه وروستو دهغوي په خاوره دډرون حملې هيڅ جواز نۀ لري

خو دشمالي وزيرستان دعملياتو په اړه پوښتنې هاغه مهال راپورته شوې کله چې دوه اوونۍ دمخه دپاکستان وزيراعظم دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز بي بي سي سره يوه مرکه کې وويل پاکستان ته هاغه تندلاري ولې په نخښه کول پکار دي چې دسلامتۍ لپاره يې خطره نۀ وي.

وروستو دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف اؤ خارجه دفتر اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف په ډاگه کړه چې دشمالي وزيرستان عملياتو کې دڅه قسمه فرق نه بغير ټول ترهه گر په نخښه کولى شي.

دخارجه دفتر وياندې وويل چې دنړيوالو فورمونو لخوا دپاس کړل شوؤ قراردادونو سره ددغو حملو په قانوني حيثيت سواليه نخښه راپورته شوې ده.

تسنيم اسلم که هر څو په دغه موقع ميډيا سره خبرو کې دډرون حملو خلاف څرگندونې وکړې خو دپاکستان دپخواني پوځي صدر جنرل (ر) پرويز مشرف په اوسنۍ هاغه مرکه يې دتبصرې کولو نه انکار وکړو چې پکې هغه وئيلي وؤ دخپل اقتدار په دور کې يې قبائيلي سيمو کې ديوې ډرون حملې اجازت ورکړى ؤ.

پرويز مشرف له دې وړاندې هم مرکو کې دډرون حملو اجازت ورکول منلي دي.

خو دپاکستان اوسنى حکومت دريځ لري چې ډرون حملې دهغوي دخپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده اؤ دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دگټې پځايې تاوان راولاړوي.

خو بيا امريکائي چارواکي مني چې دغه ډرون حملې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي

امريکا سره داړيکو په اړه دخارجه دفتر تسنيم اسلم وويل چې پاکستان امريکا سره ډيرې جامع اؤ تعميري اړيکې لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG