لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دډرون حمله کې څلور کسان وژل شوي


 دډرون دغه حمله دشمالي وزيرستان دشوال تحصيل په کُنډ سر سيمه کې په يوه ودانۍ ترسره شوې چې پکې دډرون څخه په ياده شوې ودانۍ دوه ميزائيلونه شوي.
دډرون دغه حمله دشمالي وزيرستان دشوال تحصيل په کُنډ سر سيمه کې په يوه ودانۍ ترسره شوې چې پکې دډرون څخه په ياده شوې ودانۍ دوه ميزائيلونه شوي.

سرچينې وائي دشورو په ورځ د افغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون په يوه حمله لږ ترلږه څلور کسان وژل شوي دي.

دډرون دغه حمله دشمالي وزيرستان دشوال تحصيل په کُنډ سر سيمه کې په يوه ودانۍ ترسره شوې چې پکې دډرون څخه په ياده شوې ودانۍ دوه ميزائيلونه شوي.

سرچينې زياتوي چې ددغه حملې په نتيحه کې څلور کسان وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي اؤ دحملې نه وروستو هم سيمه کې تر ډيره وخت ډرون الوتکو الوت کولو.

دډرون دغه اوسنۍ حمله وروستو له هغې وشوه چې دوه ورځې وړاندې دپاکستان پولې سره نزدې دافغانستان په ننګرهار ولايت کې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر مُلا فضل الله دډرون ديو بريد نه ژوندى ووتلو.

شمالي وزيرستان کې دډرون دغه حمله په داسې حال کې شوې چې دغه سيمه کې دپاکستان دپوځ له لوري هم دمقامي اؤ غيرملکي تندلارو خلاف سږکال دجون د١٥مې نيټې راهسې دضرب عضب په نوم عمليات روان دي چې پکې يې د١٢٠٠ؤ نه دزياتو جنګيالو دوژلو دعوه کړې ده.

پاکستان پخپله خاوره دډرون دحملو غندنه کوي اؤ دا دبشري حقونو اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي گڼي خو امريکائي چارواکي وائي چې ډرون حملې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG