د یو سپېن پوستکې پولیس افسر په حق کې د منصفانو د شورا ددې فیصلې ورسته چې په هغه به د یو تورپوستکې ځوان د وژنې په سر مقدمه نه چلول کیږي، د امریکې د میزوري ریاست فرگسن ښار کې اړی گړی راپاریدلی دی، ودانو او یو پولیس موټر ته اور اچول شوی او نیویارک ټائمز ورځپاڼه وايي فسادات د امریکې ځېنې نورو ښارونو ته هم غځیدلې دي.
د اړې گړې په لړ کې پولیس گڼ شمیر کسان گرفتار کړې هم دي.
د گل یا دوشنبې په شپه ناوخته فرگسن کې گرینډ جیوري یا د منصافانو شورا فیصله وکړه چې د فرگسن پولیس افسر ډیرن ولسن د افریقائي امریکني مائیکل براؤن په وژنه کې جرم نه دی کړی او په هغه مقدمه نشي چلول کیدی.
مائیکل براؤن د اگست په نهمه نیټه فرگسن کې د ډیرن ویلسن سره د اکش بکش ورسته په سړک ووژل شو. د براؤن د وژنې ورسته فرگسن کې د ښار زیاتره افریقائي امریکني شهریانو لخو اړی گړی راوپاریدو، املاک ته زیان ورسول شو او د لوټ مار پیښې هم رپورټ شوې.
د براؤن د وژل کیدو په هکله متضاد خبرې دریزونه وړاندې کیدل. ویل کیدل چې مائیکل براؤن د نسل په بنیاد په نخښه کړی شوی دی. پولیس ویل ډیرن ویلسن خپله دفاع کې ډزې کړې دي.
آیا دغه پیښه د نسل پرستۍ په بنیاد رامینځته شوي ده او که نا؟ په دې هکله وفاقي حکومت د سول رائټس یا د شهري حقوقو په بنیاد تحقیقات شورو کړې دي. بلخو وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي هم خپلې پلټنې پیل کړې دي.
ددغه دواړو تحقیقاتو ترڅنگ فرگسن کې د ١٢ ؤ غړو د منصفانو شورا یا گرینډ جیوري هم کښېنول شوه چې دا فیصله وکړي چې ایا پولیس افسر ډیرن ویلسن جرمدار دی او که نا؟ که چرې هغه جرمدار نه دی نو د کوم ممکنه جرم مقدمه پرې چلیدی شي؟
خو د گل یا د دوشنبې په ماسخوتن جیوري ډیرن ویلسن بري کړو.
د مائیکل براؤن کورنۍ د جیورۍ په فیصله مایوسي څرگنده کړې ده. مطبوعاتو ته بیان کې د براؤن خپلو خپلوانو وویل دوي په فیصله د ژورې مایوسۍ سره مخ کړې دي.
د ډیرن ویلسن وکیلانو وویل فېصله ښائي چې پولیس افسر د خپل تربیت او د قانون سره سم چلن کړی دی.
صدر براک اباما فرگسن کې د امن غوښتنه وکړه. د جیوري د فیصلې ورسته خپل بیان کې براک اوباما د پرامنه احتجاج ډله وکړه خو وې ویل امریکا د قانون په بنیاد قائم کړی شوی هیواد دی نو ځکه دې د قانون پابندي وکړی شی. هغه په قانون عملي کونکو چارواکو هم غږ وکړو چې د پرامنه مظاهرینو سره دې سخت چلن نه ډډه وکړي.
څه رنگ چې د مائیکل براؤن د وژل کیدو ورسته مظاهرې او احتجاجونه راوپاریدل او پیښې ته د نسلي تعصب په ائنه کې کتل کیدل، هم دغه رنگ چارواکو اندیښنې لرلې چې که چرې جیوري ډیرن ویلسن د بري کولو فيصله کوي نو احتجاجونه به راوپاریږي.
فرگسن کې پولیس او امنیتي چارواکو د جیوري فیصله ورسته د ممکنه صورتحال سره د مخامخ کیدو دپاره انتظامات کړې وو. د عدالت او پولیس مرکز چار چاپیره د امنیت کلک گامونه پورته کړی شوي وو.
د چارواکو د اندیښنو سره سم د فیصلې ورسته فرگسن کې اړی گړی راوپاریدو.
نیویارک ټائمز وايي ښار کې د ډزو اوازونه واوریدل شول، شا او خوا ١٢ ودانیو او د پولیسو یو موټر ته اور واچول شو. د ورځپاڼې په ټیویټز پیغام کې ویل شوي ٢٩ کسان فرگسن کې د اړي گړي په لړ کې نیول شوي دي.
نیویارک، واشنگټن، شکاگو او د میزوري ریاست مرکزي ښار سینټ لوي کې هم مظاهري شوي دي.