لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

” فيصل اباد کې مړ شوى تن دايبولا مريض نۀ ؤ“


ذوالفقار احمد ١٠ ورځې وړاندې دلويديز افريقې دملک ټوگو نه خپلې پلرنۍ سيمې چنيوټ ته تللى ؤ، هغه تر دريوؤ کلونو په ټوگر کې پاتې ړ.
ذوالفقار احمد ١٠ ورځې وړاندې دلويديز افريقې دملک ټوگو نه خپلې پلرنۍ سيمې چنيوټ ته تللى ؤ، هغه تر دريوؤ کلونو په ټوگر کې پاتې ړ.

دپاکستان کې دروغتيا وفاقي محکمې اؤ دصحت نړيوالې ادارې ډبليو ايچ او په يو بيان کې وئيلي دي چې فيصل اباد سيمه کې دمړ شوي تن دمړينې وجه دايبولا ناروغي نۀ وه.

دقومي هيلتهـ سروسز اؤ روغتيا دنړيوالې ادارې له لوري دجاري شوي بيان ترمخه ٤٠ کلن ذوالفقار دډينگي تبې په وجه مړ شوى اؤ هغه دهيپاټائټس سي ناروغي هم وه.

ذوالفقار احمد ١٠ ورځې وړاندې دلويديز افريقې دملک ټوگو نه خپلې پلرنۍ سيمې چنيوټ ته تللى ؤ، هغه تر دريوؤ کلونو په ټوگر کې پاتې ړ.

دفيصل اباد هسپتال کې چې کله ذوالفقار داخل کړى شو نو هغه سختې تبې نيولى ؤ.

بيان کې وئيل شوي چې ټوگو دايبولا نه اغيزمنو شوؤ ملکونو کې شامل نۀ دى اؤ نه هم ذوالفقار ددغو وائرسو نه داغيزمن شوي کوم ملک سفر کړى ؤ.

دپنجاب دروغتيا محکمې دابتدائي احتياطي تدابيرو په توگه يوه ډله دذوالفقار پلرنې سيمې چنيوټ اؤ بله ډله فيصل اباد ته ليږلې ده ، ترڅو دهاغو خلکو معلومات راټول کړل شوي چې داغيزمن تن سره يې ليدنې کړې وې.

په شکمنو توگه دايبولا وائرسو نه دذوالفقار دمتاثره کيدو دخبر دخوريدو وروستو سيمه کې سخته ويره خوره شوې وه.

دغه خبر په داسې حال کې مخې ته راغلى چې دروغتيا يوه نړيواله ډله پاکستان ته رسيدلې اؤ هغه به دملک مختلفو ښارونو کې دايبولا دممکنه خطرې مخنيوي لپاره دحکومت له لوري داخستل شوؤ گامونو جاج اخلي اؤ وروستو به دخپلو وړانديزونو څخه چارواکي خبروي.

پاکستان وائي دايبولا وائرسو دممکنه خطرې مخنيوي لپاره يې په ټولو بين المللي هوائي اډو دمسافرو دجاج اخستو لپاره انتظآمات کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG