لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوباما اؤ نوازشريف دترهه گرۍ په ضد دجگړې اراده تکرار کړې


 دسپينې ماڼۍ ديو چارواکي ترمخه دواړو مشرانو سيمه کې دامن وامان لپاره دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد دجگړې اراده تکرار کړه اؤ صدر براک اوباما دافغانستان دنوي حکومت سره دپاکستان دښو اړيکو ستائينه وکړه.
دسپينې ماڼۍ ديو چارواکي ترمخه دواړو مشرانو سيمه کې دامن وامان لپاره دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد دجگړې اراده تکرار کړه اؤ صدر براک اوباما دافغانستان دنوي حکومت سره دپاکستان دښو اړيکو ستائينه وکړه.

دامريريکا صدر براک اوباما دپاکستان وزيراعظم نواز شريف سره په ټيليفون رابطه کړې چې پکې دباثابته ، محفوظ اؤ خوشحاله پاکستان، ترهه گرۍ په ضد جگړه ، افغانستان اؤ هند په اړه خبرې اترې شوي دي.

دسپينې ماڼۍ ديو چارواکي ترمخه دواړو مشرانو سيمه کې دامن وامان لپاره دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په ضد دجگړې اراده تکرار کړه اؤ صدر براک اوباما دافغانستان دنوي حکومت سره دپاکستان دښو اړيکو ستائينه وکړه.

دپاکستان دخارجه وزارت څخه دجاي شوي يو بيان ترمخه دجمعې په شپه په ټيليفوني رابطه کې وزيراعظم نواز شريف وويل چې تيرکال دهغه دحکومت جوړيدو نه پس دوه اړخيزه اړيکې مثبت لوري ته روانې دي.

دبيان ترمخه صدر براکاوباما هم وويل چې پاک امريکا اړيکې مضبوطې شوي، ددې ترڅنگ دواړو مشرانو په دوه اړخيزه اړيکواؤ نزدې رابطو ساتلو هم اتفاق وکړو.

صدر براک اوباما په دغه مهال راتلونکې مياشت کې دهند ددورې په اړه هم پاکستاني وزيراعظم نواز شريف سره خبرې اترې وکړې.

په ډاگه دې وي چې صدر اوباما به دهند ديوم جمهوريه دستوره کې گډون کو، کومه چې به په ٢٦مه جنورۍ نمانځلى شي اؤ امريکائي صدر ته دغه دستوره کې دگډون بلنه دهند وزيراعظم نريندرمودې ورکړې وه.

دټيليفوني خبرو په مهال پاکستاني وزيراعظم هم دامريکا صدر ته داسلام اباد ددورې بلنه ورکړه، دبيان ترمخه صدراوباما باور ورکړو چې څنگه پاکستان کې صورتحال معمول ته راوگرځي نو هغه به دپاکستان دوره کوي.

خو دا نۀ ده په ډاگه چې صورتحال معمول ته دراتللو نه مطلب دسلامتۍ صورتحال کې ښه والى که دسياسي تاؤتريخوالي خاتمه ده.

دسيمه ييز صورتحال په تناظر کې دافغان صدر اشرف غني داسلام ابادو ددورې په حواله هم خبرې اترې وشوې.

دبيان ترمخه دپاکستان وزيراعظم سږکال هند ته دخپلې دورې يادونه وکړه اؤ وې وئيل چې ددغه دورې مقصد دوه اړخيزه اړيکو کې ښه والى راوستل وؤ.

خو دخارجه سکترانو په کچه دمذاکراتو منسوخيدو اؤ بيا کشمير کې په لا ئن اف کنټرول اؤ ورکنگ باؤنډرۍ د ډزو اؤ گوله بارۍ دپيښو نه دپاکستاني وزيراعظم په قول داسې معلوميږي چې هند اړيکې معمول ته راوستل نۀ غواړي.

وزيرعظم نواز شريف امريکائي صدر سره خبرو کې وويل چې پاکستان مذاکراتو لپاره تيار دى خو ددې لپاره ماحول ښه جوړول دهند کار دى.

دبيان ترمخه پاکستاني وزيراعظم صدر اوباما ته وويل هندي مشرانو سره ليدنه کې به دکشمير په ستونزه هم خبرې اترې کوي، دنواز شريف په قول ددغه ستونزې هواري سره به ايشياء کې دامن، ثبات اؤ اقتصادي پرمختگ لامل وگرځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG