لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسۍ کې ٢٢ ترهه گر ووژل شول، دپوځ دعوه


 دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه خيبرون اپريشن کې کوټلې کاميابۍ ترلاسه کيږي اؤ دپاکستاني پوځ دجيټ الوتکو څخه دتندلارو محفوظې ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې ٢٢ ترهه گر وژل شوي.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه خيبرون اپريشن کې کوټلې کاميابۍ ترلاسه کيږي اؤ دپاکستاني پوځ دجيټ الوتکو څخه دتندلارو محفوظې ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې ٢٢ ترهه گر وژل شوي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دجمعې په ورځ دتندلارو په ضد دروانو عملياتو په مهال ٢٢ ترهه گر وژل شوي دي.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه خيبرون اپريشن کې کوټلې کاميابۍ ترلاسه کيږي اؤ دپاکستاني پوځ دجيټ الوتکو څخه دتندلارو محفوظې ځالې په نخښه کړل شوي چې پکې ٢٢ ترهه گر وژل شوي.

دپوځ ترمخه دخيبرايجنسۍ دتيراه په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو په ځالو بمباري شوې چې پکې دهغوي شپږ ځالې هم تباه شوي اؤ په کارروايۍ کې دوژل شوؤ ترهه گرو تعلق دتندروه ډلې لشکر اسلام سره دى.

دسږکال دجون مياشت کې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دپاکستان پوځ عمليات پيل کړي وؤ اؤ دپوځ ترمخه شمالي وزيرستان نه دتښتيدلو جنگيالو په ضد قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې هم پوځي عمليات پيل کړي چې پکې د١٠٠ؤ نه زيات جنگيالي وژل شوي اؤ دمهمو کمانډرانو په گډون ٣٥٠ؤ جنگيالو ځانونه امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG