لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وفاقي وزير زاهد حامد مستعفي

دهغه دوزارت يو عهديدار وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې دپخواني صدر پرويز مشرف په ضد د غدارۍ مقدمه کې دځانګړې محکمې له لوري دشريکو ملزمانو په فهرست کې دزاهد حامد دشاملولو دوينا نه پس هغه خپله استعفا په رضاکارانه توګه وزيراعظم نواز شريف ته وړاندې کړې ده.

دپاکستان دسائنس اؤ ټيکنالوجۍ وفاقي وزير زاهد حامد دخپلې عهدې نه مستعفي شوى دى.

دهغه دوزارت يو عهديدار وائس اف امريکا ته وئيلي دي چې دپخواني صدر پرويز مشرف په ضد د غدارۍ مقدمه کې دځانګړې محکمې له لوري دشريکو ملزمانو په فهرست کې دزاهد حامد دشاملولو دوينا نه پس هغه خپله استعفا په رضاکارانه توګه وزيراعظم نواز شريف ته وړاندې کړې ده.

دخزانې وفاقي وزير اسحاق ډار هم دزاهد حامد داستعفا پخلى کړى خو وئيلي يې دي چې وزيراعظم به لا دهغه داستعفا دمنظورولو په اړه پريکړه کوي اؤ زياته کړې يې ده چې حکومت به دعدالتي فيصلې دکوټلي جاج اخستو نه پس تفصيلي ردعمل په ډاګه کوي.

درې کسيز ځانګړي عدالت دپرويز مشرف ددرخواست په جزوي توګه دمنظورولو په ترڅ کې چې دکومو دريوؤ کسانو د شريکو ملزمانو په فهرست کې دشاملولو پريکړه کړې وه په هغې کې زاهد حامد هم شامل دى.

په ٣م نومبر کال ٢٠٠٧م کې چې کله دپاکستان پخواني پوځي صدر جنرل (ر) پرويز مشرف ملک کې دبيړني حالت دپځايې کولو اعلان کړى ؤ نو په هاغه وخت کې زاهد حامد دقانون وفاقي وزير ؤ.

وروستو هغه مسلم ليګ(ن) کې شامل شو اؤ اوس په وفاقي کابيه کې شامل ؤ.

وفاقي حکومت دځانګړي عدالت دغه فيصله ستره محکمه کې چيلنج کولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG